19/03/2025
سعودی عربستان
د اوړي پروګرامونه Summer Camps
د ملک عبدالله د ساینس او ټکنالوژی علومو پوهنتون KAUST د ۲۰۲۵ کال لپاره مختلف لنډ مهاله پروګرامونه سپانسر کوي. په دې پروګرامونو کې هڅه کیږي ترڅو محصل ته د دې زمینه برابره کړل شي چې له څیړنې سره اشنا شي، له مسلکي اشخاصو سره له نږدې پاتې کیدو زده کړه وکړي او همداراز د ماسترۍ او دوکتورا دورې لپاره یې لیدلوری او څیړنیز بهیر روښانه کړل شي.
دا پروګرامونه ډېر اسانه شرایط لري حتی ریکمیډیشن لیټر هم نه غواړي، نو هیله ده د نوملیکنې پروسه په دقیق ډول مطالعه کړئ. دلته موږ د Photonics په برخه کې د اوړي یو پروګرام تشریح کوو او نور پروګرامونه یې هم عیني شرایط او پروسه لري. د فوټونیکس دا پروګرام یو میاشتنی دی ( ۴ اوونیز، د اړتیا په صورت کې ۴ میاشتي سپانسر کیږي ). دا ځل له افغانستان څخه هم ورته اپلای کېدلای شي او هغه څوک چې د افغانستان تابعیت ولري اما په نورو هیوادونو کې د ماسټري دورې برحاله محصل وي، هم اپلای کولای شي.
د نوم لیکنې بڼه: انلاین
د زده کړو څانګې:
Contemporary areas of photonics, such as semiconductor lasers, photonic integrated circuits, quantum technologies, optical communications, neuromorphic computing, and hyper-vision systems.
د نوم لیکنې پای: د اپریل ۱۶مه
دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي.
د سکالرشیپ امتیازات:
د اوسیدلو پوره امکانات
میاشتنی جېب خرڅ
د ویزې سهولت او د تګ راتګ امکانات
د پروګرام په پای کې د پروګرام د بشپړولو تصدیق پاڼه ترلاسه کول
عمومي شرایط:
د لیسانس دورې د وروستي کال محصل، د ماسټري تازه فارغ، او یا هم د برقي او کمپیوټر انجینرینګ، فزیک او ورته برخو کې د ماسټري دورې برحاله محصل وي.
د 3.5 او یا هم زیات GPA درلودل ( البته له 4 GPA څخه)
د انګلیسي ژبې سره پوره بلدتیا (ټافل حتمي نه دی)
د څیړنیزو پروژو د ترسره کولو لپاره قوي دلچسپي درلودل
اړوند اسناد:
پاسپورټ
د ټرانسکریپټ درلودل. هر څو سمستره چې مو درس ویلی، هغه نمرې کفایت کوې او باید د پوهنتون لوګو او ټاپه ولري.
د Statement of Purpose جوړول: په دې سند کې تاسې باید درې پوښتني ځواب کړئ. ولې په دې پروګرام کې دلچسپي لرئ؟ ستاسي د څيړنې او نويو لاسته راوړنو لپاره انګیزه څه ده؟ او له دې پروګرام یا په عموم کې څه غواړئ چې تجربه او یا زده کړئ؟
د CV درلودل: په CV کې مو باید شهرت، تعلیم، د څیړنې تجربه او د ریفري استادانو (حتمی نه دی خو که ذکر شي ښه به وي) په هکله معلومات موجود وي.
د لومړۍ مرحلې وروسته په انټرويو کی کامیاب کېدل
پروسه:
که په پورته ذکر شویو شرایطو برابر یاست، نو د دې لینک له لارې لومړی د پروګرام ټول شرایط او پروسه په ښه شکل مطالعه کړئ.
لېنک:
https://cemse.kaust.edu.sa/inte.../photonics-summer-camp-psc
او وروسته د انلاین اپلیکیشن فارم د ډکولو لپاره اقدام وکړئ.
کله چې مو اسنادونه ترتیب کړل، ددې لینک له لارې انلاین فارم ډک او اسناد ورته سبمیټ کړئ.
لېنک:
https://www.plutoedu.com/form/303601992?KAUSTPSC=896063416
وروسته تر ارزونې تاسو ته د مې May په میاشت کې خبر درکول کیږي.
که چیرې انتخاب شوئ، په جون میاشت کې به سعودي عربستان ته سفر کوئ او جولای میاشت به پوهننتون کې تېروی.
لومړی نوټ:
د دې پروګرام لپاره نه کوم ریکمینډیشن لیټر ته ضرورت دی او نه هم د ټافل اسناد غواړي بلکې د انتخاب ټوله پروسه ستاسي د CV او Statement of Purpose پر اساس کیږي. هڅه وکړئ د Statement of Purpose په اړه پورته ذکر شوې درې پوښتنې په ښه شکل ځواب کړئ او ترڅنګ یې نور داسي معلومات لکه د دوکتورا تر کچې زده کړو کې دلچسپي درلودل او نور چې ستاسو د انتخاب چانس ډېروي، حتما په لېټر کې ذکر کړئ. او په CV کې مو هم حتما که مو کومه څیړنیزه پروژه ترسره کړې وي او یا مو کومه مقاله نشر کړې وي ذکر کړئ. دا پروسه ډېره رقابتي ده او د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه خلک ورته اپلای کوي.
دوهم نوټ:
د اپلیکیشن ډکولو پر مهال له تاسو غوښتل کیږي چې باید خپل لارښود استاد او یا کوم استاد چې تاسی ورسره کار کول غواړئ، ذکر کړئ. تاسو درې انتخابونه لرئ؛ په پورته ذکر شوي لینک کې د لارښود استادانو پروفایل او پروژې وګورئ او وروسته استادان د لومړیتوب پر اساس اول، دوهم او دریم انتخاب کې په نښه کړئ.
درېیم نوټ:
تاسو چې کله لومړی ځل اپلیکیشن فارم ډکوی هلته به څو انتخابونه شتون ولري، تاسو به لومړی د applicant برخه انتخاب کړئ ( هلته مختلیفی برخی لکه reviewer او داسی نور شتون لري، تاسی یواځی اپلیکینټ برخه انتخابولی شئ).
بل دا چې کله مو هغه پوهنتون چې تاسو ترې فارغ یاست، اتتخابوئ نو د خپل پوهنتون نوم په هماغه مربوطه خانه کی ولیکئ او په اتومات شکل به ستاسئ د پوهنتون نوم ښکاره شي. که مو د پوهنتون نوم پیدا نه کړ بیا په اپلیکیشن کې له ذکر شوي ایمیل سره تماس ونیسئ او یا هم په خانه کې نوم په manual شکل ولیکئ. البته کابل پوهنتون، پولیتخنیک پوهنتون او نور لوی پوهنتونونه شتون لري، د ځینې ولایتي پوهنتونو نومونه شاید نه وي.
څلورم نوټ:
همدا پوهنتون ددې فرصت ترڅنګ د Saudi Summer Internship (SSI) په نوم هم عیني پروګرام لري چې تقریبآ همداسې شرایط لري او همدا راز ډېر نور لنډ مهاله پروګرامونه لري چې کولای شئ ورته اپلای وکړئ.
د دې لینک له لارې ټول فرصتونه په ښه شکل مطالعه کړئ او که پر شرایطو برابر یاست، ورته اپلای وکړئ.
لېنک:
https://cemse.kaust.edu.sa/internship-opportunities
کاپي
نوم لیکنې لپاره مونږ سره یوځای شئ
Explore fully funded research internship opportunities at KAUST. Gain hands-on research experience, world-class mentorship, and skills to make an impact in STEM.