Afghan Vibes

Afghan Vibes 📌 پوسټ ۱: 🇦🇫
افغانستان یوازې یو هیواد نه دی،
بلکې د تاریخ، ویاړ او قربانیو نوم دی.
موږ باید یو بل ته درناوی ولرو،

24/09/2026
سلامونه ګرانو  ملګرو  په دغه شاعرانو کې کوم شاعر د تاسو د خوښي شاعردي ؟
23/09/2026

سلامونه ګرانو ملګرو په دغه شاعرانو کې کوم شاعر د تاسو د خوښي شاعردي ؟

په پکتیا او خوست کې ډنډکی د مشهورو خوراکونه له جملې څخه دی چې د خپل خوندور ترکیب له امله د ټولو خوراکونو په سر کې قرار ل...
23/09/2026

په پکتیا او خوست کې ډنډکی د مشهورو خوراکونه له جملې څخه دی چې د خپل خوندور ترکیب له امله د ټولو خوراکونو په سر کې قرار لري.
ډنډکی د هغو غټو شنو وریژو څخه چمتو کېږي چې د څمکنیو وریژو په نوم هم شهرت لري. پخې شوې وریژې په خنک یا تشت کې اچول کېږي، په منځ کې یې خالصې مستې ځای پر ځای کېږي او پر مستو د غوا تاوده شوي، ژېړ غوړي ور اچول کېږي. ځینې خلک یې له ښوروا یا یخنۍ سره خوري، ځینې یې په منځ کې کوفته او ځینې بیا کورت ور اچوي؛ خو هره بڼه یې خپل ځانګړی خوند لري.
موږ د «پکتیا ډنډکی» سفر له هماغه ساده مشهور او خوندور ترکیب څخه پیلوو؛ د څمکنیو شنې وریژې خالصې مستې او د غوا ژېړ غوړي. دا د ډنډکي له هغو پخوانیو او خوندورو ډولونو څخه دی چې د ساده‌ګۍ تر څنګ ځانګړی خوند او بوی لري.
زموږ موخه دا ده چې د پکتیا ډنډکي له لارې کابل مېشتو دوستانو ته دا ځانګړی پکتیاوال خوراک ور وپېژنو؛ هغو کسانو ته چې ښايي تر اوسه یې ډنډکی نه وي لیدلی او نه یې وي خوړلی، د دې دودیز خوراک له کیسې، خوند او ځانګړي ترکیب سره یې بلد کړو.

پکتیا ډنډکی؛ یو ځانګړی خوند، او د پکتیا له زړه څخه تر کابل پورې یوه خوندوره کیسه.
ډیر ژر.......
ادرس. کارته نو دوهم سړک
#پکتیا
#مشهور
#خوراک
#کابل‌افغانستان

یو وخت پاچا و، خو له پاچاهۍ وروسته یې د ورځني خوارک په موخه د سپيو ډوډۍ اخیسته !؟ظاهر شاه د بي بي سي سره په يوه مرکه کې ...
22/09/2026

یو وخت پاچا و، خو له پاچاهۍ وروسته یې د ورځني خوارک په موخه د سپيو ډوډۍ اخیسته !؟
ظاهر شاه د بي بي سي سره په يوه مرکه کې وايي: له پادشاهۍ وروسته مې ژوند ډېر سخت و، کله چې به ډوډۍ پلورونکي ته وراغلم هغه به وويل چې تاسو څومره ډېر سپي لرئ.
ما به په هغه کيفيت ډوډۍ اخيستله چې هلته به خلکو سپيو ته ورکوله ما به ورته ويلی نه شول چې دا موږ پخپله خورو اؤ اقتصادي وضعيت مو خراب دی. ورته ويل به مې چې هو زموږ سپي ډېر دي.
سختې ورځې په هر چا راځي هر انسان بايد د بدو ورځو په وخت کې حوصله له لاسه ورنکړي. ژوند تل يو شان نه وي .
نوټ: واقعا نه ژوند تل یو شان وي؛ نه شتمني تلپاتې ده، نه فقر، نه ماڼۍ او......
هغه څوک چې نن په لوړه څوکۍ ناست دی، کېدای شي سبا د ژوند په داسې يو پړاو کې واقع شي چې د پرون ډېر عادي شیان ورته ډېر لوی نعمت ښکاره شي.

په کابل کې د یوې سترې پانګونې او ښاري پراختیا طرحهد افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی نجیب‌الله ځدراڼ غواړي له ...
19/09/2026

په کابل کې د یوې سترې پانګونې او ښاري پراختیا طرحه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی نجیب‌الله ځدراڼ غواړي له یوه عرب پانګوال سره په ګډه پانګونه وکړي او د کابل ښار د قلعه زمان‌خان په سیمه کې د ۲۰ شل‌پوړیزو ودانیو د جوړولو پروژه عملي کړي.

د معلوماتو له مخې، د دغې طرحې موخه د یادې سیمې پراختیا، د استوګنې او سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول او د کابل ښار د عصري ښاري جوړښت په لور یو مهم ګام اخیستل دي.

د دې سترې پروژې په عملي کېدو سره به نه یوازې د سیمې په ښاري بڼه کې بدلون راشي، بلکې د ساختماني چارو، سوداګرۍ او بېلابېلو برخو کې به د کار او پانګونې نوي فرصتونه هم رامنځته شي.

د افغانستان د پرمختګ لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو داسې لویې پروژې د هېواد د اقتصادي او ښاري ودې لپاره د پام وړ ارزښت لري.

کابل د عصري کېدو، پانګونې او پراختیا په لور


#کابل

#پانګونه

#افغانستان

دنن عصر حالات 👇هرڅه تصوير بيانوي
18/09/2026

دنن عصر حالات 👇
هرڅه تصوير بيانوي

د سعودي عربستان د پوځ ویاند وايي، د حو/ثیانو د بریدونو له امله په دغه هېواد کې ۱۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.د نوموړي په وین...
15/09/2026

د سعودي عربستان د پوځ ویاند وايي، د حو/ثیانو د بریدونو له امله په دغه هېواد کې ۱۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د بریدونو له امله د سعودي عربستان په ګڼو ښارونو کې د خبرداري زنګونه وهل شوي دي. ??

ماشاالله دا بنګله په فکتیا ډانډي پټان ولسوالۍ کې جوړه شوې دا د څښتن ته مبارکي وایو
15/09/2026

ماشاالله دا بنګله په فکتیا ډانډي پټان ولسوالۍ کې جوړه شوې
دا د څښتن ته مبارکي وایو

Adresse

Kabul
Democratic Republic Of The
4956S14THST

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Afghan Vibes publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Raccourcis

Partager