Rayan Travel Agency & Online services

Rayan Travel Agency & Online services 1:د وېزو خدمات 2:د انلاین ثبت نام خدمات 3: د داخلي او خارجي ټکټونو خدمات =مناسبه بیه او باوري کار

د پاکستان نارمل وېزو ته اپلاید پاکستان ارجنټ وېزې د ایران وېزې داخلي او خارجي ټکټونه دا ټول په مناسبه بیه او باوري ډول ل...
04/10/2023

د پاکستان نارمل وېزو ته اپلای
د پاکستان ارجنټ وېزې
د ایران وېزې
داخلي او خارجي ټکټونه
دا ټول په مناسبه بیه او باوري ډول له موږ سره تجربه کړئ!

08/04/2017
قندهار
01/11/2016

قندهار

افغانستان
10/09/2016

افغانستان

د مسعود قبر
08/09/2016

د مسعود قبر

لوګر
05/09/2016

لوګر

راځئ د دوه ګوتو✌ په نښان ځانپوه كړو:د دوو ګوتو✌ ښودنه د کاميابۍ،خوشالۍ او انځور اخيستنې په وخت کې کېږي.له آره د دوو ګوتو...
12/05/2016

راځئ د دوه ګوتو✌ په نښان ځان
پوه كړو:

د دوو ګوتو✌ ښودنه د کاميابۍ،
خوشالۍ او انځور اخيستنې په وخت کې کېږي.
له آره د دوو ګوتو✌ ښودنه اشاره
ده د انګليسي ژبې د (V) توري ته چې د (Victory) مخفف دی معنا يې کاميابي ده، مګر اصلي دليل او تاريخچه يې په لاندې ډول ده:
کله چې مسلمانانو سره صليبيانو او يهوديانو جنګ کاوه نو چې مسلمانان به مغلوب شول او کفار به غالب نو مسيحيانو به د دوه ګوتو✌ په نښان
سره چې يوه د شهادت ګوته او بله منځنۍ ګوته په داسې حال کې چې نورې ګوتې به يې سره يو ځای نيولې، پورته کولې او يو بل ته يې د مسلمانانو د لښکرو په مقابل کې د کاميابۍ مبارکيانې ورکولې.
يهوديانو هم د مسيحيانو د دې رسم څخه تقليد وکړ، يهودو به دمسيحيانو په څېر د مسلمانانو څخه د کاميابۍ په مقابل کې د دې عمل ښوونه کوله او اظهار د خوشالۍ به يې کاوه.
د صليبي او يهودي جنګونو څخه وروسته هم دا فرهنګ د يهودو او نصاراوو په پاتې نسلونو کې ورک نه شو او تر نن پورې همداسې کوي.
مګر ډېر د افسوس او شرم ځای خو دادی چې اکثره ناخبره او ځينې آګاه مسلمانان هم بغير د ځان پوهولو څخه د دې رذيل عمل تطبيق په خپل ځان کوي .
غربي ډوله مسلمانان بيا په ډېر افتخار د يهودو اونصاراوو د دې عمل چې دواړه ګوتې✌ لکه د غويي د
ښکرونو په څېر نيسي تقليد کوي.
په دې اړه مسيحيان داسې نظريه لري: ( کله چې موږ دوه ګوتې✌ د
کاميابۍ په وخت کې پورته نيسو خوشاله يو ځکه چې موږ دوه خدايان لرو يو اصلي خدای او بل يې زوی "عيسی"، څنګه چې له دواړو سره مينه لرو نو د خوشالۍ په وخت کې هم زموږ له ياده نه ووځي او همدغه نښان✌ چې د کاميابۍ په
وخت کې زموږ خوښي دوه برابره ساتي همداسې زموږ عقيده هم په دوه خدايانو قوي کوي، د يهودو نظريه هم د مسيحيانو نظريې ته ورته ده.
که د جاهلو مسلمانانو نظر واورو نو وايي به موږ په پوره معنی نه پوهېږو مګر کله چې وينو خارجيان داسې کوي موږ يې هم خوښ ګڼو چې د هغوی په څېر يو عمل تر سره کړو کوم باک نه لري
صرف د انځور په وخت کار ورځنې اخلو.
مسلمان چې په يو الله ﷻ ايمان او باور لري ورځنې پوښتو:
لومړی پوښتنه: وروره تاسې ولې د انځور اخيستلو په وخت کې دوه ګوتې✌ پورته نيسئ؟
ځواب: لکه څنګه چې دومره مهمه خبر نه ده او نور خلک همداسې کوي موږ يې هم کوو،تاسو ته يې څه؟
دويمه پوپښتنه: مسلمانې خورې ولې دوه ګوتې✌ د خوشالۍ او
کاميابۍ په وخت کې پورته نيسې؟
ځواب: د دې په خاطر چې خارجيان داسې کوي نو کله چې ما هم داسې وکړل نو څه وشول؟ دا خو يو سټايل ده!
درېيمه پوښتنه: کوچنکه وروره ولې په مکتب کې د کاميابۍ په وخت کې ټولګيوالو او کورنۍ ته دې دوه ګوتې✌ پورته نيسې؟
ځواب: په خاطر د دې چې مشر ورور مې په پوهنتون کې له ملګرو سره انځورونه اخيستي دوه ګوتې✌
يې همېش پورته نيولي، نو ما هم له خپله وروره زده کړل چې همداسې وکړم.
ڼوټ:
ورونو او خويندو دمسلمانانو د کاميابۍ او خوشالۍ په وخت کې نښان د شهادت ګوته👆 پورته نيول
دي، د دې په خاطر چې په الله ﷻ باندې د يووالي شهادت ووايي پورته نيسي، ټولې ګوتې يو شان دي مګر څنګه چې د شهادت ګوته👆 په
لمانځه كې د اللهﷻ په يووالي پورته کېږي اولويت هم همدې ته بايد ورکړل شي.
او د نبي ﷺ دا قول به مو هم عملي كړى وي چې وايي: من تشبه بقومٍ فهو منهم.
والله اعShabir Ahmad AzizafghananB

لزله کله راځي؟ابوهریره رضی الله عنه فرمایلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې:فی (هغه مال چې له کفارو نه ل...
10/04/2016

لزله کله راځي؟

ابوهریره رضی الله عنه فرمایلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې:
فی (هغه مال چې له کفارو نه له جنګ پرته لاس ته راځي) د محدودو خلکو په برخه شي.
امانت غنیمت وګڼل شي (یعنې د چا له امانت مال نه د غنیمت په ډول استفاده وشي).
زکات تاوان وشمارل شي.
زده کړه د غیر دیني اهدافو لپاره وشي.
سړی د خپلې ښځې خبره مني او د مور خبره نه مني.
خپل ملګري ته نژدې او له پلاره لرې وي.
مساجدو کې (د خلکو) غږونه اوچت شي.
فاسقان د قبیلو مشران شي.
رذیلان د خلکو رهبران شي.
د یو چا عزت د هغه له شر نه د بچ کېدو لپاره وشي.
سندرې ویونکې نجونې او د سندرو آلات عام شي.
شراب وڅکل شي.
او د امت آخر خلک د امت په لومړیو خلکو لعنت ووایي.
نو د سره طوفان، زلزلې، خسف (د ځمکې چادونه)، مسخ (د څېرې بدلېدل) او قذف انتظار کوئ.
دا نښې به داسې یو بل پسې راښکاره شي لکه د غاړکۍ تار چې وشلېږي او مرۍ یې یو بل پسې تویېږي. ترمذي

08/04/2016

طلايي پیغام
لوستل یی ضرور کړی ملګرو عبرتناکه پیغام دی.
یوه ورځ شیطان د حرم د جومات په څنډه کې غلی ولاړ و، رسول کریم صلی الله علیه وسلم د بیت الله په طواف باندې بوخت و، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له طواف نه فارغ شو نو ګوري چې شیطان په ډیر زیړ، تښتیدلی رنګ او ناتوانه حالت کې یوې څنډې ته ولاړ ده، پوښتنه یې ځینې وکړه چې ای ملعونه!
ولي داسې لاچاره، پیکه او رنځور یې؟!
شیطان په ځواب کې ورته وویل: ستا د امت له لاسه مې دا حال دی او ډیر کړیږم. رسول الله صلی الله عیله وسلم ورته وویل: زما امت له تا سره څه کړي دي؟ شیطان وویل: ای د الله رسوله ! ستا په امت کې څو نیک او غوره خویونه دي، ما ډیر کوښښ وکړ چې دا خویونه له دوی نه واخلم خو وونه توانیدم. نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: زما د امت هغه کوم خویونه دي چې ته یې رنځور کړی یې؟
شیطان وویل هغه خویونه دادي:
۱ـ کله چې یو بل وویني نو په یو بل سلام اچوي.
۲ـ د لیدو په وخت کې یو بل ته لاس ورکوي.
۳ـ هر کار چې غواړي ترسره یې کړي (ان شاالله) ورته وايي.
۴ـ له ګناه نه توبه باسي.
۵ـ کله چی ستا نوم اوري درود درباندی وایي.
۶ـ د هر کار په پیل کې (بسم الله الرحمن الرحیم) وايي.
#یـــادونه:
نن د جمعې مبارکه ورځ ده یوځل خامخه په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود شریف ووایئ.

Address

خوست ښار سرګردان چوک اعجاز مارکېټ دریم منزل
Khost
82310

Telephone

+93765292795

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rayan Travel Agency & Online services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Rayan Travel Agency & Online services:

Share

Category