World-renowned figures دنړی مشهوری څیری

World-renowned figures دنړی مشهوری څیری reflecting the beauty of Afghan cultural, traditions, foods, people and places.

کرونا ویرس او ورته نورو وایرسونو په هکله معلومات میلینونه کاله کیږي چې د ځمکې پر سر وایرسونه موجود دي او همیش یې ژوندیو ...
31/03/2020

کرونا ویرس او ورته نورو وایرسونو په هکله معلومات

میلینونه کاله کیږي چې د ځمکې پر سر وایرسونه موجود دي او همیش یې ژوندیو مخلوقاتو ته لوی خطر پېښ کړی دی. کرونا وایرس هم د بې شمېره وایرسونو له ډلې یو وایرس دی چې اوس یې بشریت ته غټه ستونزه پیدا کړې ده.

وایرسونه بشپړ ژوندي موجودات ندي او ځیني پوهان وایي چې وایرس د کیمیايي او بیالوجيکي حالاتو ترمنځ یو ډول موجودات دي. ویروس په حقیقت کې د نیوکلیک اسید یو مالیکول دی چې په پروټیني طبقې باندې پوښل شوی دی. دا پوښ، د غوړیو خاصیت لري، او همدا وجه ده چې صابون یې ډېر زر د نورو غوړیو په شان ویلي کوي او له منځه یې وړي. په صابون باندې لاسونه مینځل، په لاسونو باندې موجود کرونا وایرسونه ډېر زر پاکولی شي.

د اندازې له اړخه، وایرسونه ډیر زیات واړه دي او اندازه یې له ۲۰ نه واخله بیا تر ۴۰۰ نانومتره پورې فرق کوي. یعنې د یو وایرس اندازه، د یو ويښته د ډبلۍ یو په زرمه حصه ده.

د علمي څېړنو له مخې، سمدستي پس له هغه چې وایرس د انسان بدن ته ننوځي، د بدن په خلیو (حجراتو یا سېلز) حمله کوي. په دې حالت کې د وایرس هغه پروټیني پوښ، د بدن په خلیې باندې اثر کوي او د زیانمنې شوې خلیې د مالیکولي سیسټم ټول اختیار، د وایرس په لاس کې لویږي او د خلیې د نیوکلیک اسیدونو په کارولو سره، وایرس د ځان په شان نور وایرسونه کاپي کوي.

پوهانو دا موندلې چې کله یو وایرس خلیې یا حجرې ته ننوځي، نو په څو ګهېنټو کې، خپل ځان په شان لس زره نور وایرسونه جوړوي. کله چې یو انسان په وایرس ککړ شي، نو یوازې څو ورځې وروسته یې په هره قطره وینه کې، په میلینونه وایرسه موجود وي.

دا د زیکا وایرس تصویر دی چې په الکټرانیک مایکروسکوپ کې اخیستل شوی. ټول وایرسونه ډېر واړه دي او ځیني یې په ګڼ شمېر د خلیو منځ ته ننوتی شي

اوس نو راشو کروناوایرس ته: کرونا وایرس دغه کار، یعنې د ځان په شان د نویو نورو وایرسونو جوړول یا کاپي کول، د انسان په سپېږمو (پوزې) او ستوني کې ترسره کوي او هر ځل چې بیمار ټوخیږي یا پرنجیږي، نو دا بې شمېره وایرسونه ماحول کې خپریږي او نورو کسانو ته لګیږي.

په ځینو بیمارانو کې کروناوایرس ځان سږیو ته رسوي چې دلته نو د بیمار حالت خرابیږي او کیدای شي ځیني بیماران حتا د مرګ خـُلې ته واچوي. همدا وجه ده چې په کروناوایرس ځیني ککړ کسان، ډېر کم ناروغه کیږي، د ځینو حالت خرابیږي، او د ځینو بیخي حال تر مرګه رسیږي.

د کرونا وایرس بله ځانګړنه دا ده چې اعراض او علایم یې ډېر په کرار کرار او ناوخته راپیدا کیږي، او مخکې له دې چې یو بیمار ډاکټر ته ولاړ شي، له وړاندې یې لا نور کسان هم په وایرس ککړ کړي وي.

په عمومي توګه وایرسونه ډېر سخت سري موجودات دي، او په تېره یوه پېړۍ کې یې میلینونه انسانان وژلي دي. د وایرسونو له منځه وړل او یا کنټرول لاندې راوستل، ډېر سخت کار دی.

د کروناوایرس پوښ د پروټیني غوړیو دی. نو هر ډول صابون یې له منځه وړلی شي

کرونا وایرس چې کله د انسان له بدنه بهر وي، نو فعالیت نه لري، خو له منځه نه وي تللی او کیدای شي چې له څو ګهېنټو نیولې بیا تر څو ورځو خطرناکه پاته شي.

پوهان وایي اکثر وایرسونه ډېر ساده شکل لري، مګر کروناوایرس ډېر پیچلی دی. علاوه له دې، کرونا وایرس ډېر زیات دا توان لري چې د ځان بڼه په تیزۍ سره بدله کړي او له ماحول سره ځان عیار وساتي.

د کرونا وایرس د ټولو دغو وړتیاوو او خطرو باوجود، دا چې پر له پسې خپل شکل بدلوي نو داسې ورځ به راورسیږي چې نور خطرناک مرض به ونشي جوړولی، او د زکام د وایرس په شان به کم خطره وایرس ترې جوړ وي. خو تر هغه وخته، ممکن د ګڼ شمېر کسانو د مرګ سبب وګرځي.

09/03/2020

اشرف غني ته د دوهم ځل لپاره د ولسمشر کیدو مبارکي وايم.

08/12/2019

اي کمجوسانو دا صفحه ځان سره لايک کړي، چي د نړي د مشهورو خلګو په هکله تاسي ته معلومات وړاندي کړي.

ایډ وارد جینر د واکسین لوړنی کاشفایډ وارد جینر په ۱۷۴۹کال کی د گلاسترشر ښار په انګلستان کی زیږیدلی وه او د جراحی او د ان...
02/09/2015

ایډ وارد جینر د واکسین لوړنی کاشف
ایډ وارد جینر په ۱۷۴۹کال کی د گلاسترشر ښار په انګلستان کی زیږیدلی وه او د جراحی او د انسان د اناتومی په برخه کی زدکړی د طب د مشهورو علماو څخه کړی وی. وروسته د زکړو څخه په ۱۷۷۰ کال کی هغه یو طبی ټولنه جوړه کړه او خپله د طب په برخه کی څیړنی شروع کړی. په هغه وخت کی د چیچک ناروغی یوه سخته وژونکی او نا علاجه ناروغی وه چه په میلینونو انسانان به یی حر کال وژل. وروسته د کلونو تحقیق او څیړنی څخه ایډوارد جینر په ۱۷۹۶ کالی کی بریالی شو ود چیچک زد واکسین یی کشف کړ او د ملینونو انسانانو ژوند یی وژغورلو او د واکسین پلار لقب ورکړل شو. ۱۸۲۳ کال کی د فلج له وجهه دګلاسترشر ښار کی مړشو.

Address

2n
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when World-renowned figures دنړی مشهوری څیری posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share