29/05/2026
🚨 د جرمني د هوايي ډګرونو اتحادیې خبرداری ورکړی چې د الوتکو د سونتوکو د بیو د زیاتوالي له امله ښايي ګڼې الوتنې لغوه او د ټکټونو بیې لوړې شي. ✈️⛽
اروپايي چارواکي وایي، که د هرمز تنګي وضعیت عادي نه شي، د اروپا د هوايي سونتوکو بازار به له سخت کمښت سره مخ شي، چې ښايي تر اوړي پورې شاوخوا ۲۰ میلیونه مسافر اغېزمن کړي.
ممکنه اغېزې:
❌ د الوتنو ځنډ او لغوه کېدل
💰 د ټکټونو د بیو لوړېدل
🛫 د هوايي شرکتونو د عملیاتو کمېدل
هغه مسافر چې اروپا ته د سفر پلان لري، ښه ده خپل ټکټونه او د الوتنو وضعیت له مخکې وڅاري