مطیع الله مرحبا/Matiullah Marhaba

مطیع الله مرحبا/Matiullah Marhaba Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from مطیع الله مرحبا/Matiullah Marhaba, Bus station, Kabul.

13/10/2024

زما نظر: هروخت ميانه روي کوي

د کمپیوټر د پروسیسر جوړښت!د شخصي کمپیوټر (personal computer) د پروسیسرد جوړښت ټکنالوجي په چټکۍ سره پرمختګ کوي او زموږ د ...
16/09/2024

د کمپیوټر د پروسیسر جوړښت!

د شخصي کمپیوټر (personal computer) د پروسیسرد جوړښت ټکنالوجي په چټکۍ سره پرمختګ کوي او زموږ د ژوند په بېلابېلو برخو کې د بدلون سبب جوړیږی.

په دې لیکنه کې به د کمپیوټر د پروسیسرونو، نانو ټکنالوجۍ، او د ټرانزیسټرونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

تر دې مهاله د نړې په بازارونو کې لاندې اخري ماډل پروسیسر لرونکي کمپیوټرونه پیر او پلور لري او خلک ترې په ورځني چارو کې ګټه پورته کوي.

۱- د Intel Core i7 13th Generation پروسیسر!
د Intel Core i7 13th Generation پروسیسرونه چې د Raptor Lake په نوم هم پېژندل کېږي، د لوړ فعالیت او موثریت لپاره ډیزاین شوي دي.
د دې پروسیسرونو ځینې مهمې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
• ټولې هستې: 16 (8 د فعالیت هستې او 8 موثریت هستې)
• ټول تریډونه: 24
• لوړ ټوربو فریکوینسي: 5.20 GHz
• کیچ: 30MB Intel® Smart Cache
• د حافظې ډولونه: DDR5 5600 MT/s او DDR4 3200 MT/s
• د حافظې لوړه اندازه: 192GB
• ګرافیک: 770Intel® UHD Graphics

۲- د Intel 14th Generation پروسیسر!
د Intel 14th Generation پروسیسرونه، چې د Meteor Lake په نوم هم پېژندل کېږي، د پرمختللي فعالیت او لوړ موثریت لپاره ډیزاین شوي دي. ځینې مهمې ځانګړتیاوې یې په لاندې ډول دي:
• هستې: 24 .
• فریکوینسي: 6.0 GHz .
• حافظه: د DDR4 او DDR5 ملاتړ.
• شبکه: د Wi-Fi 7 ملاتړ.
• چپسیټ: د Intel 600-series او 700-series چپسیټونو سره مطابقت
• نورې ځانګړتیاوې: Intel Speed Shift ټکنالوژي، Intel Virtualization ټکنالوژي، او Thunderbolt 5 ملاتړ.

د پروسیسرونو د جوړښت په اړه:
پروسیسرونه له بېلابېلو موادو او برخو څخه جوړ شوي دي:
• سیلیکان: د پروسیسر اصلي ماده سیلیکان دی، چې د نیمه هادي په توګه کار کوي.
• ټرانزیسټرونه: پروسیسرونه له ملیاردونو ټرانزیسټرونو څخه جوړ شوي دي.
• د مسو او المونیم تارونه: دا تارونه د بریښنایي سیګنالونو د لیږدولو لپاره کارول کېږي.
• د حافظې چپس: پروسیسرونه د لنډمهاله حافظې لپاره د حافظې چپسونه لري.
• د تودوخې سړونکي مواد: دا مواد د پروسیسر د تودوخې د کمولو لپاره کارول کېږي.
دا چې د پروسیسر بنسټیز جوړښت په ټرانزیسټر باندې ولاړ ده نو د ټرانزیسټرونو کوچني کولو بهیر به راتلونکي کې خپل اخري فزیکي حد ته ورسیږي.
هغه وخت به د کوانټم فزیک اغېزې را څرګندې شي، چې دا به د ټرانزیسټرونو د فعالیت او اعتبار په برخه کې ستونزې رامنځته کړي. په همدې دلیل، ساینسپوهان او انجینران د نوې ټکنالوجۍ لکه کوانټم کمپیوټینګ او نانو ټکنالوجي په لټه کې دي، غواړي چې د ټرانزیسټر د نه ټوټه کیدو د راتلونکي محدودیت څخه پښه واړوي شي او د کمپیوټرونو نوی نسل را منځ ته کړي تر څو یې فعالیت نور هم لوړ کړي.

د نانو ټکنالوجي په اړه:
نانو ټکنالوجي د ساینس، انجینرۍ، او ټکنالوجۍ هغه برخه ده چې په نانو مقیاس (یعنې له ۱ څخه تر ۱۰۰ نانومتره) کې ترسره کېږي.
یو نانومتر د یو متر یو میلیاردمه برخه ده، چې د یو اټم قطر څخه لس چنده کوچنی دی.
د اتوم قطر په عمومي ډول له (۰.۱) څخه تر (۰.۵) نانومتره پورې وي، يا په بله مانا چې یو نانومتر د دوه و نه تر لس ځله شاوخوا پورې د اتوم له قطر څخه کوچنی دی.
د بیلګې په توګه د طلا اتوم قطر شاوخوا (۰.۳) نانومتره دی.

نانو ټکنالوجي په لاندې بېلابېلو برخو کې کارول کېږي، لکه:
• روغتیا: د ناروغیو تشخیص او درملنه.
• انرژي: د انرژۍ ذخیره او تولید.
• د ژوند چاپیریال: د هوا د ککړتیا کنټرول او پاکول.
• الکټرونیک: د کوچنیو او ګړندیو برېښنايي وسایلو جوړول.

پایله:
د کمپیوټر د ټکنالوجۍ پرمختګ به دوام ولري او د پروسيسر هر نوی نسل به د فعالیت، موثریت، او نوو ځانګړتیاوو په برخه کې پرمختګونه او نوښتونه راوړي.
او هم په په نزدې راتلونکي کې د نانو ټکنالوجۍ او کوانټم کمپیوټینګ په مرسته به انسان په ډېرې اسانې وکولی شي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې لا زیات او نه منل کېدونکې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.

16/09/2024

جغرافیه برخه...
دافغانستان دولایتونو،ولسوالیو اوناحیو شمیر اونومونه
یی

① ولایت کابل (کابل):
1) ولسوالی پغمان.
2) ولسوالی چهار آسیاب .
3) ولسوالی بگرامی
4) ولسوالی ده سبز .
5) ولسوالی شکر دره.
6) ولسوالی موسهی.
7) ولسوالی میربچه کوت.
8) ولسوالی خاک جبار.
9) ولسوالی کلکان.
10) ولسوالی گلدره.
11) ولسوالی فرزه.
12) ولسوالی استالف.
13) ولسوالی قره باغ.
14) ولسوالی سروبی.

کابل ۱۷ ناحـیی لری چه عبارت دی له:

1) ناحیه اول.
2) ناحیه دوم.
3) ناحیه سوم.
4) ناحیه چهارم.
5) ناحیه پنجم.
6) ناحیه ششم.
7) ناحیه هفتم.
8) ناحیه هشتم.
9) ناحیه نهم.
10) ناحیه دهم.
11) ناحیه یازدهم.
12) ناحیه دوازدهم.
13) ناحیه سیزدهم
14) ناحیه چهاردهم.
15) ناحیه پانزدهم.
16) ناحیه شانزدهم.
17) ناحیه هفدهم.

② ولایت کاپیسا (محمود راقی):

1) ولسوالی حصه اول کوهستان.
2) ولسوالی حصه دوم کوهستان.
3) ولسوالی کوه بند.
4) ولسوالی نجراب.
5) ولسوالی تگاب.
6) ولسوالی اله سای.

③ ولایت پروان (چاریکار):

1) ولسوالی بگرام .
2) ولسوالی شینواری.
3) ولسوالی سیدخیل.
4) ولسوالی جبار السراج.
5) ولسوالی سالنگ .
6) ولسوالی سیاه گرد غور بند.
7) ولسوالی کوه صافی.
8) ولسوالی سرخ پارسا
9) ولسوالی شیخ علی.

④ ولایت وردګ (میدان شهر):

1) ولسوالی نرخ .
2) ولسوالی جلریز.
3) ولسوالی چک وردک.
4) ولسوالی سیدآباد.
5) ولسوالی دایمیرداد.
6) ولسوالی حصه اول بهسود.
7) ولسوالی حصه دوم بهسود.
8) ولسوالی جغتو.

⑤ ولایت لوگر ( پل علم ):

1) ولسوالی برکی برک.
2) ولسوالی چرخ.
3) ولسوالی خوشی.
4) ولسوالی محمدآغه.
5) ولسوالی خر وار.
6) ولسوالی ازره

⑥ ولایت ننگرهار (جلال آباد):

1) ولسوالی بهسود.
2) ولسوالی سرخ رود.
3) ولسوالی چپرهار.
4) ولسوالی کامه.
5) ولسوالی کوزکنر.
6) ولسوالی رودات.
7) ولسوالی خوگیانی.
8)ولسوالی بتی گوت.
9) ولسوالی ده بالا.
10) ولسوالی پچیر واگام.
11) ولسوالی دره نور.
12) ولسوالی کوت.
13) ولسوالی گوشته.
14) ولسوالی اچین.
15) ولسوالی شینوار.
16) ولسوالی مهمند دره.
17) ولسوالی لعل پور.
18) ولسوالی شیر زاد.
19) ولسوالی نازیان.
20) ولسوالی حصارک.
21) ولسوالی دربابا .

⑦ ولایت لغمان (مهترلام):

1) ولسوالی قرغه ئی.
2) ولسوالی علیشینک .
3) ولسوالی علینگار.
4) ولسوالی دولت شاه.
5) ولسوالی باد پش.

⑧ پنجشیر(بازارک):

1) ولسوالی رخه .
2) ولسوالی دره.
3) ولسوالی حصه اول خنیج.
4) ولسوالی عنابه.
5) ولسوالی شتل.
6) ولسوالی پریان.
7) ولسوالی آبشار.

⑨ ولایت بغلان ( پلخمری):

1) ولسوالی دهنه غوری.
2) ولسوالی دوشی .
3) ولسوالی نهرین.
4) ولسوالی بغلان جدید.
5) ولسوالی خنجان.
6) ولسوالی اندراب.
7) ولسوالی ده صلاح.
8) ولسوالی خواجه هجران (جلگه).
9) ولسوالی برکه.
10) ولسوالی تاله و برفک.
11) ولسوالی پل حصار .
12) ولسوالی خوست و فرنگ.
13) ولسوالی گذرگاه نور.
14) ولسوالی فرنگ و غارو

10. ولایت بامیان (بامیان ):
1) ولسوالی شیبر.
2) ولسوالی سیغان.
3) ولسوالی کهمرد.
4) ولسوالی یکاولنگ.
5) ولسوالی پنجاب.
6) ولسوالی ورس.

11 ولایت غزنی (غزنی):

1) ولسوالی ولی محمدشهید(خوگیانی).
2) ولسوالی خواجه عمری.
3) ولسوالی واغظه.
4) ولسوالی ده یک.
5) ولسوالی جغتو.
6) ولسوالی اندر.
7) ولسوالی زنخان.
8) ولسوالی رشیدان.
9) ولسوالی ناور.
10) ولسوالی قره باغ.
11) ولسوالی گیرو.
12) ولسوالی آب بند.
13) ولسوالی جاغوری.
14) ولسوالی مقر .
15) ولسوالی مالستان.
16) ولسوالی گیلان.
17) ولسوالی اجرستان.
18) ولسوالی ناوه.

12. ولایت پکتیکا(شرن):

1) ولسوالی متا خان.
2) ولسوالی یوسف خیل .
3) ولسوالی یحی خیل.
4) ولسوالی سر روضه.
5) ولسوالی اومنه.
6) ولسوالی زرغونه شهر.
7) ولسوالی گومل.
ولسوالی جانی خیل.
9) ولسوالی سروبی.
10) ولسوالی ارگون.
11) ولسوالی زیروک.
12) ولسوالی نیکه .
13) ولسوالی برمل .
14) ولسوالی گیان.
15) ولسوالی دیله و خوشامند.
16) ولسوالی وازه خواه.
17) ولسوالی ورممی.
18) ولسوالی تروو.

13. ولایت پکتیا(گردیز):

1) ولسوالی احمد آبا.
2) ولسوالی زرمت.
3) ولسوالی شواک.
4) ولسوالی وزه خدران.
5) ولسوالی سیدکرم.
6) ولسوالی جاجی.
7) ولسوالی لجه احمد خیل.
ولسوالی جانی خیل.
9) ولسوالی سمکنی.
10) ولسوالی دند پتان.
11) ولسوالی لجه منگل.
12) ولسوالی میرزکه.

14. ولایت خوست (خوست):

1) ولسوالی مندوزائی (اسماعیل خیل).
2) ولسوالیگردیز.
3) ولسوالی تنی.
4) ولسوالی موسی خیل.
5) ولسوالی نادر شاه کوت.
6) ولسوالی صبری (یعقوبی).
7) ولسوالی تیرزائی (علی شیر)
8) ولسوالی باک.
9) ولسوالی قلندر.
10) ولسوالی سپیره.
11) ولسوالی شمل.
12) ولسوالی جاجی میدان.

15. ولایت کنرها(اسعدآباد):

1) ولسوالی مروره.
2) ولسوالی وته پور.
3) ولسوالی نرنگ و بادیل.
4) ولسوالی سرکانی.
5) ولسوالی شیگل و شلتن.
6) ولسوالی دره پیچ.
7) ولسوالی برکنر.
8) ولسوالی سوکی.
9) ولسوالی خاص کنر.
10) ولسوالی غازی آباد.
11) ولسوالی دانگام.
12) ولسوالی چپه دره .
13) ولسوالی نورگل.
14) ولسوالی ناری ( نرئی)

16. ولایت نورستان(پارون):

1) ولسوالی وایگل.
2) ولسوالی واما.
3) ولسوالی نورگرام .
4) ولسوالی دواب.
5) ولسوالی کامدیش.
6) ولسوالی مندول.
7) ولسوالی برگ متال.

17. ولایت بدخشان(فیض آباد):

1) ولسوالی ارگو.
2) ولسوالی ارغنجخواه.
3) ولسوالی یفتل سفلی.
4) ولسوالی خاش.
5) ولسوالی بهارک.
6) ولسوالی درایم.
7) ولسوالی کوهستان.
ولسوالی یاوان.
9) ولسوالی جرم.
10) ولسوالی تشکان.
11) ولسوالی شهدا.
12) ولسوالی شهربزرگ
13) ولسوالی راغستان.
14) ولسوالی کشم.
15) ولسوالی ور دوج.
16) ولسوالی تگاب.
17) ولسوالی یمگان (گیروان).
18) ولسوالی شیغنان.
19) ولسوالی خواهان.
20) ولسوالی کوف آب.
21) ولسوالی دروازه پائین(مامی).
22) ولسوالی اشکاشم.
23) ولسوالی شکی.
24) ولسوالی زیباک.
25) ولسوالی کران و منجان.
26) ولسوالی درواز بالا (نیسی)
27) ولسوالی واخان.

18. ولایت تخار(تالقان):

1) ولسوالی هزار سموچ.
2) ولسوالی بهارک.
3) ولسوالی بنگی.
4) ولسوالی چال.
5) ولسوالی نمک آب.
6) ولسوالی کلفگان.
7) ولسوالی فرخار.
8) ولسوالی خواجه غار.
9) ولسوالی رستاق.
10) ولسوالی اشکمش.
11) ولسوالی دشت قلعه.
12) ولسوالی ورسج.
13) ولسوالی خواجه بهاوالدین.
14) ولسوالی درقد.
15) ولسوالی چاه آب.
16) ولسوالی ینگی قلعه.

19. ولایت کندز(کندز):

1) ولسوالی چهار دره.
2) ولسوالی علی آباد.
3) ولسوالی خان آباد.
4) ولسوالی حضرت امام صاحب.
5) ولسوالی دشت ارچی.
6) ولسوالی قلعه ذال.

20. ولایت سمنگان (ایبک):

1) ولسوالی حضرت سلطان.
2) ولسوالی خرم و سارباغ.
3) ولسوالی فیروز نخچیر.
4) ولسوالی روی دوآب .
5) ولسوالی دره صوف پائین.
6) ولسوالی دره صوف بالا.

21. ولایت بلخ (مزارشریف):

1) ولسوالی نهرشاهی.
2) ولسوالی دهدادی.
3) ولسوالی چارکنت.
4) ولسوالی مارمل.
5) ولسوالی بلخ.
6) ولسوالی شولگره.
7) ولسوالی چمتال.
8) ولسوالی دولت آباد.
9) ولسوالی خلم.
10) ولسوالی چار بولک.
11) ولسوالی شور تیپه.
12) ولسوالی کلدار.
13) ولسوالی کشنده.
14) ولسوالی زاری.

22. ولایت سرپل(سرپل):

1) ولسوالی صیاد.
2) ولسوالی کوهستانات.
3) ولسوالی سوزمه قلعه.
4) ولسوالی سانچارک.
5) ولسوالی گوسفندی.
6) ولسوالی بلخاب.

23. ولایت غور(چغچران):

1) ولسوالی دولینه.
2) ولسوالی دولتیار.
3) ولسوالی چارصده.
4) ولسوالی پسابند.
5) ولسوالی شهرک.
6) ولسوالی لعل و سرجنگل.
7) ولسوالی تیوره.
8) ولسوالی تولک.
9) ولسوالی ساغر.

24. ولایت دایکندی (نیلی):

1) ولسوالی شهرستان.
2) ولسوالی اشترلی.
3) ولسوالی خدیر.
4) ولسوالی گیتی.
5) ولسوالی میر امور.
6) ولسوالی سنگ تخت .
7) ولسوالی کجران .
8) ولسوالی پاتو.

25. ولایت ارزگان(ترینکوت):

1) ولسوالی دهراود.
2) ولسوالی چوره.
3) ولسوالی شهید حساس.
4) ولسوالی خاص ارزگان.
5) ولسوالی گیزاب.
6) ولسوالی چنارتو.

26. ولایت زابل(قلات):

1) ولسوالی ترنگ و جلدک.
2) ولسوالی شینکی.
3) ولسوالی میزان.
4) ولسوالی ارغنداب.
5) ولسوالی شاه جوی .
6) ولسوالی دایچوپان.
7) ولسوالی اتغر.
8) ولسوالی نو بهار.
9) ولسوالی شمل زائی.
10) ولسوالی کاکر(خاک افغان)

27. ولایت کندهار(کندهار):

1) ولسوالی ارغنداب.
2) ولسوالی دامان.
3) ولسوالی پنجوائی.
4) ولسوالی ژیری.
5) ولسوالی شاه ولی کوت.
6) ولسوالی خاکریز.
7) ولسوالی ارغستان.
8) ولسوالی غورک .
9) ولسوالی میوند.
10) ولسوالی سپین بولدک.
11) ولسوالی نیش.
12) ولسوالی میانشین.
13) ولسوالی شورآبک.
14) ولسوالی معروف.
15) ولسوالی ریگ.
16) ولسوالی دند.
17) ولسوالی تخته پل.

28. ولایت جوزجان (شبرغان):

1) ولسوالی خواجه دوکوه.
2) ولسوالی خانقاه.
3) ولسوالی منگجک.
4) ولسوالی قوش تیپه.
5) ولسوالی خمیان.
6) ولسوالی آقچه.
7) ولسوالی فیض آباد.
8) ولسوالی مردیان.
9) ولسوالی قرقین.
10) ولسوالی درزآب.

29. ولایت فاریاب(میمنه):

1) ولسوالی پشتون کوت.
2) ولسوالی خواجه سبز پوش ولی.
3) ولسوالی المار.
4) ولسوالی بلچراغ.
5) ولسوالی شرین تگاب.
6) ولسوالی قیصار.
7) ولسوالی گرزیوان.
8) ولسوالی دولت آباد.
9) ولسوالی کوهستان.
10) ولسوالی قرم قل.
11) ولسوالی قرغان.
12) ولسوالی اندخوی.
13) ولسوالی خان چارباغ.

30. ولایت هلمند(لشکرگاه):

1) ولسوالی ناد علی.
2) ولسوالی ناوه بارکزائی.
3) ولسوالی نهر سراج.
4) ولسوالی واشیر.
5) ولسوالی گرم سیر.
6) ولسوالی نوزاد.
7) ولسوالی سنگین.
8) ولسوالی موسی قلعه.
9) ولسوالی کجکی.
10) ولسوالی ریگ خان نشین.
11) ولسوالی باغران.
12) ولسوالی دیشو.
13) ولسوالی مارجه.

31. ولایت بادغیس(قلعه نو):

1) ولسوالی آب کمری.
2) ولسوالی مقر.
3) ولسوالی قادس.
4) ولسوالی مرغاب (بالامرغاب).
5) ولسوالی جوند.
6) ولسوالی غورماچ.

32. ولایت هرات(هرات):

1) ولسوالی انجیل.
2) ولسوالی گذره (نظام شهید).
3) ولسوالی کرخ.
4) ولسوالی زنده جان.
5) ولسوالی پشتون زرغون.
6) ولسوالی کشک (رباط سنگی).
7) ولسوالی گلران.
8) ولسوالی ادرسکن.
9) ولسوالی کشک کهنه.
10) ولسوالی غوریان.
11) ولسوالی اوبه.
12) ولسوالی کهسان.
13) ولسوالی شیندند.
14) ولسوالی فرسی.
15) ولسوالی چشت شریف.

33. ولایت فراه(فراه):

1) ولسوالی پشت رود.
2) ولسوالی خاک سفید.
3) ولسوالی قلعه کاه.
4) ولسوالی شیب کوه.
5) ولسوالی بالا بلوک.
6) ولسوالی انار دره.
7) ولسوالی بکواه.
8) ولسوالی لاش جوین.
9) ولسوالی گلستان.
10) ولسوالی پرچمن.

34. ولایت نیمروز(زرنج):

1) ولسوالی کنگ.
2) ولسوالی اصل چخانسور.
3) ولسوالی چار برجک.
4) ولسوالی خاشرود.
5) ولسوالی دلارام.

په افغانستان کی ۳۴ ولایته، ۳۶۴ رســمی ولسوالی لس
موقـــت ولسوالی او ۱۷ ناحیی موجودی دی.

نوټ: دا چی موقت ولسوالی او رسمی ولسوالی څه ته
وایی هغه بیا وروسته

14/09/2024
*د انټرنيټ ځوانانو ته!*حسان مجاهد کفار او د اسلام دښمنان تل هڅه کوي چې مسلمان ځوانان بې دینه او بې لارې کړي، دې هدف ته د...
20/08/2024

*د انټرنيټ ځوانانو ته!*

حسان مجاهد

کفار او د اسلام دښمنان تل هڅه کوي چې مسلمان ځوانان بې دینه او بې لارې کړي، دې هدف ته د رسېدو په موخه دوی د ځوانانو ذهنونو ته لومړی داسې څه ور اچوي، چې په خپل دین کې شکمن او په خپلو اسلامي ارزښتونو بې باوره شي. نن سبا انټرنیت په دین کې د تحریف، له دین څخه د لري والي او په خپله اسلامي عقیده کې د شکمن کیدو یوه ذریعه ګرځېدلې ده؛ اکثره ځوانان انټرنیټ ته له دین سره ننوزي، خو بیرته هغه مهال بې دینه را ووزي، چې د ملحدينو او سیکولرانور لخوا د فکري جګړې په لومو کې را ګير شي او د خپلې عقیدې او دین په اړه پراخ شکوک ورته پیدا شي. دا شان کوم ځوانان مو چې د اهل السنت والجماعت له سپیڅلي مسیره کاږه شوي، نورو ګمراه او باطلو ډلو ځان ته جلب کړي دي او د خپل مذهب او عقیدې په وړاندې دریدلي دي؛ دوی زیاتره هغه څوک دي چې د انټرنیت له لارې د باطلو افکارو او شبهاتو ښکار شوي دي.
ددې لپاره د انټرنیت ځوانانو ته لازمه ده چې هیڅکله داسې څوک نه وڅاري، نه ورسره بحث وکړي، نه یې لیکنې او کتابونه وګوري، نه یې ویناوې او درسونه واوري او نه یې په خوږو او تېر ایستونکو خبرو دوکه شي؛ چې زموږ ددین او مذهب خلاف وي؛ ځکه ذهن چې له معلوماتو تش او بې برخې وي؛ هر څه ډېر ژر پکې ځای نیسي، له دې امله رسول اللهﷺ په خپلو صحابه کرامو او سلف صالحین په خپلو شاګردانو له شبهاتو ویریدلي دي، تر څو اذهانو ته یې غلط شیان داخل نه شي.

عمر فاروق رض ته یوه ورځ یوه یهودي د تورات یوه نسخه ور ښکاره کړه، او ورته د لوستلو امر یې وکړ،
نوموړي چې کله ولوستله، ترې متأثره شو او ورته یې وویل: ته خو دا غوره کلام راته ولیکه! هغه هم ولیکل او عمر فاروق رض ته یې ورکړ، نوموړي نسخه را واخیسته، رسول اللهﷺ ته یې راوړه، ده ګمان کاوه چې رسول اللهﷺ به ډېر خوشحاله شي، خو هغه ﷺ ورته وفرمايل: عمره! دا د تورات یوه برخه ده؟ نوموړي وويل هو! رسول اللهﷺ وویل: چې قرآنکریم موجود دی، نو تورات ته څه اړتيا ده؟( رسول اللهﷺ پوه شو چې کله صحابه کرام تحریف شوی تورات یا انجیل وګوري، نو شاید عقل ته یې کومه شبهه داخله شي) بیا یې وفرمایل: آیا تاسو په هغه شريعت کې شکمن یاست چې ما راوړی دی؟ والله! که موسی عليه السلام نن ژوندی وای؛ هغه به هم زما اتباع کړې وای! او بیا یې د تورات هغه نسخه ټوټه ټوټه کړه؛ تر څو عقلونو ته د شبهاتو د داخلیدو مخنیوی وشي.
ستر تابعي او د خوبونو د تعبیر پیاوړی ماهر محمد ابن سیرین رح په مسجد حرام کې شاګردانو ته درس ورکاوه، چې دوه تنه بدعتیان راغلو، دوی غوښتل چې طالبان په شکوکو او شبهاتو کې را ګیر کړي، په دې خبر وو چې له ابن سیرین رح سره زموږ په شبهاتو د نقض دلائل او ځواب شته، دوی غوښتل چې په ناستو طالبانو خپل شبهات واوروي، دواړه ودریده او ویې ویل: ای ابن سیرین! زموږ سره یوه پوښتنه ده؟
ابن سیرین رح وویل: کله چې زه فارغ شم او طالبان لاړ شي بیا به یې واورم چې تاسو څه واياست، دوی وویل: نه اوس یې رانه واوره! نوموړي وويل: نه، والله که یې اوس واورم، بیا دوی وویل: خیر، یوازي یوه خبره واوره! نوموړي وويل: یوه خبره هم نه اورم، یا به تاسو ځئ او یا زه له درسه ولاړېږم!
ابن سیرین رح چې دوی ته د طالبانو په مخ کې اجازه ور نکړه؛ په دې ویریده چې دا خلګ تش ذهنه طالبانو ته داسې شبهات ور واچوي چې دوی په خپل دین کې شکمن شي.
په دې هیله چې ځوانان له غلطو افکارو او شبهاتو ځانونه وساتي.

Address

Kabul
1004

Telephone

+93771961677

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مطیع الله مرحبا/Matiullah Marhaba posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to مطیع الله مرحبا/Matiullah Marhaba:

Share

Category