Silk Cargo - Jalalabad Branch

Silk Cargo - Jalalabad Branch پته: جلال اباد، ملنګ جان واټ، سیدصالح کنړی مارکېټ، درېم منزل.

22/04/2015

نېکمرغي به څنګه ترلاسه کوو؟

د صنف پنځوسو شاګردانو ته یې درس ورکاوه، ناڅاپه چوپ شو، له لیږ چوپتيا وروسته یې شاګردانو ته وویل: غواړم یوه لنډکۍ ازموینه درته ترتیب کړم، هغه داسې چې هر شاګرد ته یې یو یو بالون ورکړ او ورته کړه یې: تاسو هر یو خپل بالون وپړسوئ، بیا خپل نوم پرې ولیکئ، او ټول بیرته ماته وسپارئ او هغوی همداسې وکړل. استاد ټول بالونونه یو ځای په بله خونه کې کېښودل او شاګردان یې هغې خوني ته بوتلل، هلته یې ورته وویل: تاسو ایله پنځه دقیقې وخت لرئ په دې پنځو دقیقو کې به هر یو خپل بالون دراخلئ، شاګردانو په تیزي سره د بالونونو په کوټه غوټې پیل کړې او هر یوه کوښښ کاوه هغه بالون ترلاسه کړي چې نوم یې پرې لیکلی دی، رش او ازدحام شو، ټېلې او ټمبې او بد حال جوړ شو، پنځه دقیقې وخت تیر شو ایله دوه دريو کسانو خپل خپل بالون ترلاسه کړ نور تش لاسونه ولاړ او ستمیدل.

دویم ځل استاد ورته وویل: دا ځل بیا پنځه دقیق وخت درکوم، خو د خپل بالون ترلاسه کولو طریقه بدلوو او هغه داسې چې پرته له ټېلو او ټمبو هر کس دي هغه بالون ورواخلي چې ورته نږدې دی، په هغه لیکلي نوم ته دي وګوري او هغه ملګري ته دي بالون ورکړي، په ډېره اساني او ارام سره تقریباً په یوه دقیقه کې هر یوه ته خپل هغه بالون ورسیدی چې نوم یې پرې لیکلی و. له دې وروسته یې استاد وویل: دا هغه کیسه ده چې زموږ په ژوند کې روانه ده، هر څوک په نېکمرغي او ښه ژوند ترلاسه کولو پسې منډي وهي او نه پوهیږي څنګه یې ترلاسه کړي، خو دا خبره ډېری خلکو هیره کړې ده چې اصلي او رښتینې نېکمرغي د نورو په نېکمرغه کولو او خوشاله کولو کې نغښتې ده، د نورو د خوشاله کولو له پاره مخلصانه هڅي وکړه هغه ورکه نېکمرغي به ترلاسه کړې، او که فرضاً یواځي ځان نېکمرغه کړې او نور بدمرغه او ستومانه وي نو د بدمرغو په منځ کې ژوند په هرصورت بدمرغي ده.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

18/04/2015

له عــــدل سره مینه

د عمربن الخطاب رضی الله عنه د خلافت زمانه وه، علي ابن ابي طالب اوعمر رضي الله عنهما سره ناست وو، یو کس راغی او عمر ته یې وویل: ای امیرالمۇمنین! زه په علي باندې دعوه لرم زما او هغه په منځ کې فیصله وکړه، عمر علي ته وویل: ای ابوالحسن! ته ورشه د خپل مدعي څنګ ته کښېنه او تاسو دواړه خپلې خبرې وکړئ. علي ورغی له هغه سره یوځای کښېناست، څه خبرې یې سره وکړې او هغه سړی ولاړ.

علي رضي الله عنه راغی بیرته د عمر رضی الله عنه خواته کښېناست، د عمر دا فکر شوچې ما علي ته امر وکړ چې د مدعي خواته کښېنه، شاید په دې خبره خپه شوی وي.ورته ویې ویل: تاسو د لویې مرتبې خاوند یئ او ما له یوه عام سړي سره دکښېنستلو امر درته وکړ زما په دې خبره خو به خپه شوی نه یې؟، هغه ورته وویل: نه په دې هیڅکله نه یم خپه او په دې خپه شوم چې تا هغه وخت ماته وویل: ای ابوالحسن(عربو کې د زوی په نوم یادول د اصلي نوم په نسبت درنښت لري) ځکه زه هغه وخت په جرم تورن وم تا باید ماته ویلې وی: ای علي، عمر رضي الله عنه د ده په دې خبره خوشاله، په غیږ کې یې ونیو اوښکول یې کړ. او زیاته یې کړه: زما مور او پلار دي له تا قربان شي ستاسو په برکت موږ هدایت ترلاسه کړی او له تیارو نه رڼاته راوتلي یو.

صحابه کرامو رضی الله عنهم د عدل او انصاف په پلي کولو کې په داسې توګه د یوه بل مرسته او ملاتړکاوه!. یو واکمن که هرڅومره ښه او عادل شي خو چې د ځان په څیر ښه اوعدل خوښوونکې ملګري ونه لري نه شي کولی عدل او انصاف رامنځته کړي. رښتیا هم صحابه کرام د عدل مينان وو رضي الله عنهم اجمعین.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

05/04/2015

مشهور اموي خلیفه عبد الملک بن مروان ته یوه سړي وویل: پټه خبره درته کوم، هغه ورته وویل: کوه، خو ګوره! دروغ به نه وایې، غیبت او چاپلوسي به نه کوې، هغه ورته وویل: ښه نو زه ځم اجازه را کړه.

که رښتیا له دروغو، غیبت او چاپلوسي کرکه لرئ دا کیسه ګۍ خپلو مشرانو ته خامخا ورسوئ.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

04/04/2015

ورځنۍ صدقې

ابو هریره رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هره ورځ چې لمر راخیږي د خلکو په هر يوه بند صدقه واجب ده، که د دوو کسانو ترمنځ په انصاف فيصله وکړي دا صدقه ده، که د چا سره په سپرلى کي مرسته وکړي سپوريې کړي یا څه سامان ورسره پورته کړي دا صدقه ده، او خوږه او نرمه خبره صدقه ده، او هر قدم چي د لمانځه له پاره جومات ته اخلي دا صدقه ده، او د لاري څخه د تکليف شي لري کول صدقه ده. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : كُلُّ سُلَامَى مِنَ النَّاسِ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ كُلَّ يَوْمٍ تَطْلُعُ فِيهِ الشَّمْسُ : تَعْدِلُ بَيْنَ اثْنَيْنِ صَدَقَةٌ ، وَتُعِينُ الرَّجُلَ فِي دَابَّتِهِ ، فَتَحْمِلُهُ عَلَيْهَا ، أَوْ تَرْفَعُ لَهُ عَلَيْهَا مَتَاعَهُ صَدَقَةٌ ، وَالْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ صَدَقَةٌ ، وَبِكُلِّ خُطْوَةٍ تَمْشِيهَا إِلَى الصَّلَاةِ صَدَقَةٌ ، وَتُمِيطُ الْأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ صَدَقَةٌ . رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ .

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

02/04/2015

د مسلمان د وژلو جرم

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: په هغه ذات مې قسم چې زما نفس یې په واک کې دی د الله په نزد د یوه مومن وژل د ټولي دنیا له زوال نه ډېر لوی جرم دی. والذي نفسي بيده لقتل مؤمن أعظم عند الله من زوال الدنيا. أخرجه : النسائي 7/82.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

02/04/2015

له کوډګرو لیري ګرځئ

ابو هریره رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې کاهن او عراف ته ورشي او د هغه خبرې رښتیا وبولي نو دې سړي د محمد صلی الله علیه وسلم له دین نه انکار وکړ او کافر شو. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه، عَنْ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ :مَنْ أَتَى كَاهِنًا، أَوْ عَرَّافًا، فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ، فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم. أخرجه أحمد والأربعة.

په حدیث کې کاهن او عراف راغلي دي، (كاهن) هغه چا ته وایي چې د اینده په اړه غیب خبرې کوي او (عراف) هغه دی چې د تیر وخت له غیبو خبرې کوي، کوډګر او جادوګر همدا کار کوي، دوی کاهنان او عرافین دي او دوی ته ورتګ او په خبرو یې باور کول په حدیث کې د محمدي دین انکار بلل شوی ده.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

01/04/2015

په نرمي سره خلک ښو ته رابلل

شیخ عبد الرحمن السعدي (1889م / 1956) رحمه الله یو مشهور عالم و، د کور له پاره یې د سونګ لرګي واخیستل، مزدور هغه کورته د ننه کول په کار کې د سیګرټو ډبی ورنه لویدلی و او شیخ وراخیستی و، د کار له ختمولو وروسته یې مزدور ته پیسې ورکړې او د سیګرټو ډبی یې هم ورته ونیو، مزدور ډېر خجالت شو او شیخ ته یې کړه: ما فکر کاوه تاسو به ډبی مات کړی وي او ماته به غوسه یئ .. شیخ ورته وویل: که مې مات کړی وی نو دا د لرګیو په ګټه به دي بل اخیست او د اولاد نفقه به دي کمه شوې وه، مزدور غیږ ورکړه، په سر یې ښکل کړ او زیاته یې کړه: په الله قسم کوم چې له دې وروسته به هیڅکله سیګرټ ونه څکوم.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

31/03/2015

بدملګری

د علي ابن ابي طالب رضي الله عنه پلار او د رسول الله تره ابوطالب د مرګ په بستر پروت و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ای تره! لا اله الا الله، ووایه چې د اخرت په ورځ یې ستا د نجات دلیل وګرځوم، خو د ابوطالب بدوملګرو (امیه او ابوجهل) ورته کړه: د خپل پلار عبد المطلب لاره مه پریږده، ابوطالب اسلام ونه مانه او د خپل پلار په دین ومړ. د بدملګري اغیز دومره زیات وي چې ابو طالب د خپل پیغمبر وراره خبره ونه منله خو د خپلو بدو ملګرو خبره یې ومنله! .

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

30/03/2015

د بېلاري خلکو ملګرتیا مه کوئ

قرانکریم وایي: وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ ۖ. الكهف 28. له هغه چا سره ځان ته صبر ورکړه چې سهار او ماښام خپل څښتن یادوي او د هغه رضا غواړي.
د همدې ایت په پای کې وایي:
وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ. یعني د هغه چا پیروي مه کوه چې موږ د هغه زړه زموږ له ذکر نه غافل کړی دی او هغه د خپل نفس پیروي پیل کړې ده.

په لومړۍ خبره کې له نېکانو او صالح خلکو سره د اوسیدلو امر شوی دی، په دویمه کې د هوا او نفس پرست انسان د مخالفت امر شوی دی، په قراني اسلوب کې نېکان خلک جمعه یاد شوي دي (الذین یدعون ربهم) او نفس پرست او بېلاري کس مفرد یاد شوی دی (من اغفلنا قلبه)، مطلب دا دی چې د یوه بېلاري کس پیروي مو هم د نېکانو او صالح خلکو له ډلي راایستلی شي، بناءً له بدو خلکو سره اړیکي مه نیسئ او له ملګرتیا یې لیري ګرځئ.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

29/03/2015

مومن نه دی

عبد الله بن عباس رضي الله عنه وايي له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اوریدلي فرمایل یې: هغه کس مومن نه دی چې خپله کیډه مړوي او څنګ ته ګاونډی یې وږی وي. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا - قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - يَقُولُ : لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالَّذِي يَشْبَعُ وَجَارُهُ جَائِعٌ إِلَى جَنْبِهِ " . رَوَاهُ الْبَيْهَقِيُّ فِي شُعَبِ الْإِيمَانِ و الطبراني في الكبير والحاكم في المستدرك و صححه الذهبي.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

29/03/2015

ښه خاتمه

د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما په یوه روایت کې راغلي: له رسول الله ﷺ ساره په حج کې یو سړی ملګری و هغه له اوښي ولویدی او مړ شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: فإنه يبعث يوم القيامة ملبيا، دا سړی به په اخرت کې په داسې حال کې راپورته کیږي چې تلبیه به وایي، علم الدين البِرْزَالي (665-739) رحمه الله حافظ، لوی محدث او تاریخپوه تېر شوی دی، د ده په ژوند لیک کې راغلي دي د ده شاګردانو ویلي: ده به چې کله دا حدیث موږ ته ویلې زړه به یې نرم او په ژړا به شو، د الله جل جلاله شان ته ګوره پخپله دی هم د حج په مهال په احرام کې په خلیص نومي ځای کې مړ شو!.(العقود الدرية) .

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

28/03/2015

لوږه او وېره

په کومو خلکو کې چې د ناشکري ناروغي زیاته شي او د الله د ورکړیو نعمتونو قدر ونه کړي دې خلکو ته الله جل جلاله په دنیا کې دوه سزاوې ټاکلې دي: لوږه او وېره، لکه قرانکریم د مشرکینو په اړه وایي: فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ . النحل112. یعني هغوی د الله د نعمتونو انکار وکړ، نو الله د دوی د کړنو لامله دوی ته د وېري جامې ورواغوستلې او لوږه یې وروڅکله.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

Address

Jalalabad

Opening Hours

Monday 07:00 - 18:00
Tuesday 07:00 - 18:00
Wednesday 07:00 - 18:00
Thursday 07:00 - 18:00
Saturday 07:00 - 18:00
Sunday 07:00 - 18:00

Telephone

+93788799877

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Silk Cargo - Jalalabad Branch posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share