04/03/2026
که د ایران ـ امریکا او اسرائیل ترمنځ روانه جګړه لږ تر لږه یوه میاشت دوام وکړي نو اغېزې به یوازې سیمه ییزې نه وي، بلکې نړیوال اقتصاد، تېلو مارکېټونه، اسعار، او امنیتي ائتلافونو کې به ژور بدلون رامنځته شي. نن مې واورېدل چې ايران د هرمز تنګی تړلی چې له دغې سمندري لارې شاوخوا د نړۍ ۲۰٪ خام تېل انتقاليږي. د ياد تنګي له بندېدو سره به سمندري بیمه او لېږد څو چنده لوړ شي، د
تېلو بیې به لوړې شي چې له دې سره به په بازارونو کې د ټولو توکو په نرخونو اغیز وشي. په ځانګړې توګه اروپا خصوصآ فرانس، جرمني او ایټالیا به په دې برخه کې ډېره اغېزمنه شي. صنعتي سکتور به کمزوری شي، د بېکاري کچه به يو څه لوړه شي او که جګړه تر دوو مياشتو دوام وکړي نو د ډیری اروپايي هېوادونو «جي. ډي. پي» به له يو تر دوه سلنو راکمه شي. البته په ډيرو اسيايي هېوادونو کې به هم عين حالت رامنځته شي. ځکه هغوی هم د خليج په تېلو متکي دي هلته به هم د تېلو قیمتونه لوړ شي، چې له دې سره به د تولید لګښتونه پورته ولاړ شي، خوراکي توکي به قېمته شي او بالاخره ډيری هېوادونه به واکېنګ او ممکن پاکستان رنېنګ انفلېشن تجربه کړي.
سعودي عربستان، قطر، کويټ او متحده عربي امارات
که په جنګ کې همداسې ښکېل پاتې شي نو ممکن د تېلو تأسيسات يې هدف وګرځول شي چې دا کار هم په نړۍ کې د تېلو بحران رامنځته کولی شي.
پاکستان که له سعودي سره پخپل کړي نظامي تړون او همداراز امريکا ته ژمن پاتې کېږي نو له ايران سره راښکېل کېږي. او که دوی ته ژمنتیا څرګنده نکړي نو په اقتصادي لحاظ د پاڼ پر ژۍ ولاړ دی. چې د سعودي تړون يې هم الغأ کېدلی شي. د اسرائیل او امريکې لخوا هم تر اقتصادي او سياسي فشارونو لاندې نيول کېدی شي. د آی ایم اېف پورونو بېرته غوښتنه، د دوبۍ دوه مليارده ډيپوزيټ چې پاکستان ريزرو کې يې د امانت په حيث ډيپوزيټ کړې وې بېرته غوښتنه، او بالاخره داخلي کشمکشونه ( سياسي بې ثباتي) به هم په کې زياتېږي.
زموږ هېواد افغانستان چې صادراتي اقتصاد نلري او تر ډېره بريده وارداتي اقتصاد لري نو د تېلو او خوراکي توکو نرخونه به په کې لوړ شي. افغانۍ به يو څه بې ثباتي تجربه کړي او ممکن روان بشري بحران نور هم زیات شي
چين ممکن مستقیمه نظامي مداخله ونه کړي خو ایران ته تخنیکي او سیاسي ملاتړ ورکړي. له موقع نه په استفادې به د تایوان مسله يو وار بيا ګرمه شي. روسيه به امريکا په دوو جبهاتو کې مصروفه کړي او د يوکراين جګړه به نوره هم پیچلې شي. چې دلته به اروپا هم په يو نه يوۀ ډول په جنګ کې ښکېل پاتې شي. همداراز روسیه چې د تېلو صادرونکی دی، د تېلو له لوړو بیو به پوره ګټه واخلي
د ايران د جنګ په پراخېدو امریکا هم له ډېرواحتمالي زیانونو سره مؤجه کېدلی شي. نظامي لګښتونه به يې لوړ شي. او بالاخره د ټرمپ په حکومت به داخلي سیاسي فشارونه زيات شي.
که روسيه او چين مستقيم مداخلې وکړي نو د دريم نړيوال جنګ احتمال هم شته خو د روسيې او چين مستقيمې مداخلې تر ډېره شونې نه دي. تر اوسه خو داسې بریښي چې محدود سيمه ييز جنګ به تر سره شي. نړۍ به يو مؤقته اقتصادي شاک وخوري خو ممکن بیرته ژر کنټرول شي.
خو که احيانآ روانه جګړه پراخه شي او ستر قدرتونه مستقیم په کې ښکېل شي نو د انرژي نړيوال بحران، انفلاسيون، اقتصادي رکود او بالاخره د نړیوالو ائتلافونو بدلونونه به مشاهده کړو.