Hamil Transit Cargo

Hamil Transit Cargo We are the largest logistics company in turkey. We have covered 12 countries and provide the best logistics services!

Hamil Logistics Transit offers a host of logistic management services and supply chain solutions. We provide innovative solutions with the best people, processes, and technology. Everyday is a new day for us and we work really hard to satisfy our customer everywhere.

Hamil Transit Kargo, dünyanın her yerinden her türlü taş ve diğer esnaf ürünlerinde uzmanlaşmıştır. Müşterilerimizin ken...
14/10/2017

Hamil Transit Kargo, dünyanın her yerinden her türlü taş ve diğer esnaf ürünlerinde uzmanlaşmıştır. Müşterilerimizin kendi başyapıtlarını yapmak için süreci görselleştirmelerine yardımcı olmak için aşağıdaki resimleri koyduk.
Hamil Transit Genel Ticaret Kargo
İdris ه trky:
Molla Gurani Mah, Murat Pasa Sok, No # 2 Kat: 3/313 Fatih-İstanbul, Türkiye
İletişim Numaraları: +902126218734 / +905387260952
Adres Kabil:
Sara-e-Shahzada Pazarı, 3. Kat, 209 No.lu Ofis Afganistan Kabil
İletişim Numaraları: +93787983837

مونگ واس د خپلو هیوادولو ته  دیر په اسانی اموال د ترکیه www.hamiltransitcargo.com ... Info@hamiltransitcargo.comTurkey O...
09/10/2017

مونگ واس د خپلو هیوادولو ته دیر په اسانی اموال د ترکیه www.hamiltransitcargo.com ... [email protected]
Turkey Office: 00905315682131 Kbl Office: 0773481717 - 0787983837

We can essayly carrying the goods from Turkey to all over in Afghanistan to contect us no #00905395766529
24/08/2017

We can essayly carrying the goods from Turkey to all over in Afghanistan to contect us no #00905395766529

ښاغلي رحیمزي زیاته کړه چې د مالیې وزیر او ورسره پلاوی به د دې ترڅنګ چې د ګورجستان هېواد د مالیې،اقتصاد او دفاع وزیرانو س...
27/06/2017

ښاغلي رحیمزي زیاته کړه چې د مالیې وزیر او ورسره پلاوی به د دې ترڅنګ چې د ګورجستان هېواد د مالیې،اقتصاد او دفاع وزیرانو سره لیده کاته وکړي ترڅنګ يې د دغه هېوادونو له سوداګرو سره به هم لېدنې کتنې ولري...

د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د اقتصادي اړیکو د پياوړتیا او ودې په هدف په دري ورځني سفر ګورجستان...

د کوچني اختر د را رسېدو له امله سرلوړي او باعزته افغان ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایو. د روژې په مبارکه میاشت کې ستاسو...
24/06/2017

د کوچني اختر د را رسېدو له امله سرلوړي او باعزته افغان ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایو. د روژې په مبارکه میاشت کې ستاسو د عباداتو د قبولۍ ترڅنګ، هیله لرو چې زموږ مسلمان ملت تل له الهي لطف او عنایت نه برخمن وي.
فرارسیدن عید سعید فطر را به ملت سرفراز و با عزت افغانستان از صمیم قلب تبریک می‌گوییم. ضمن قبولی طاعات و عبادات شما در ماه مبارک رمضان، آرزو داریم الطاف و عنایات الهی همواره شامل حال ملت مسلمان و کشور عزیز ما افغانستان باشد.
On Eid-ul-Fitr
May all your prayers are accepted by ALLAH and you are showered upon by his love and blessings and wish you prospers and happy Eid days.

www.hamiltransitcargo.com / [email protected]

Molla Gurani Mah, Murat Pasa Sok, No # 2 Kat: 3/313 Fatih- Istanbul, Turkey
Contact Numbers: +902126218734 / +905387260952
Sara-e-Shahzada Market, 3rd Floor, Office No # 209 Kabul, Afghanistan
Contact Numbers: +93773481717

ولسمشر غني د افغانستان او هند هوايي دهلیز پرانیست
19/06/2017

ولسمشر غني د افغانستان او هند هوايي دهلیز پرانیست

د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلیز له پرانیستې وروسته نن د دوشنبې په ورځ د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت د افغان سوداګرو شپیته ټُنه سوداګریز توکي، د هوا له لارې له کابل څخه ډهلي ته صادر شول.

www.hamiltransitcargo.com ... Info@hamiltransitcargo.comTurkey Office: 00905315682131 Kbl Office: 0773481717 - 078798383...
18/06/2017

www.hamiltransitcargo.com ... [email protected]
Turkey Office: 00905315682131 Kbl Office: 0773481717 - 0787983837
له گاونډیو هېوادونو سره د افغانستان موجوده تجارتي اړیکي
هغه اهمیت ته په کتو سره چې اقتصاد په نړیوالو روابطو او تحولاتو کې پیدا کړیدی،هېوادونه هڅې کوي تر څو یو تربله خپلمنځي تجارتي اړیکي او روابط سره نژدې کاندي. افغانستان هم د هغو سیاسي تحولاتو د اثر له کبله چې په دې وروستیو کې رامنځته شويدي، وکړای شول له ټولو گاونډیو هېوادونو سره غوره تجارتي اړیکي ولري.

www.hamiltransitcargo.com ... [email protected]
Turkey Office: 00905315682131 Kbl Office: 0773481717 - 0787983837
له گاونډیو هېوادونو سره د افغانستان موجوده تجارتي اړیکي
هغه اهمیت ته په کتو سره چې اقتصاد په نړیوالو روابطو او تحولاتو کې پیدا کړیدی،هېوادونه هڅې کوي تر څو یو تربله خپلمنځي تجارتي اړیکي او روابط سره نژدې کاندي. افغانستان هم د هغو سیاسي تحولاتو د اثر له کبله چې په دې وروستیو کې رامنځته شويدي، وکړای شول له ټولو گاونډیو هېوادونو سره غوره تجارتي اړیکي ولري. د افغانستان د گاونډيو هېوادونو د صادراتي اموالو میزان زیات شوی دی. څنگه چې افغانستان د خوراښه اقتصادي ظرفیت لرونکی دی، کولای شي د گاونډيو هېوادونو تر منځ د تجارتي فضا درامنځته کیدلو په برخه کې مهم رول تر سره کړي. خو افغان لوري ته د گاونډیو کتل او بدل ذهنیت د پاملرني وړ موضوع ده چې گاونډیان تر ډیره افغانستان ته له اقتصادي لیدلوري څخه نه، بلکې له سیاسي بعد څخه گوري. که چیرته په تجارتي او اقتصادی اړیکو کې سیاسي علاقې او سلیقه کمرنگه شي، د دغو گاونډيو هېوادونو ترمنځ ورته اړیکي پیاوړي کیدلای شي او افغانستان په سیمه کې د تجارتي فضا د بهبود په برخه کې خپل مهم نقش تر سره کولای شي. همدا شان نن ورځ افغانستان د تجارت له نظره یو لیبرال هېواد دی، پداسې حال کې چې گاونډي هېوادونه یې له حمایوی تجارتي سیاست څخه پیروي کوي چې دغه سیاست په افغانستان کې د داخلي تولید او استخدام د زیاتوالې هڅې له ستونزې سره مخ کولای شي.
له پاکستان سره تجارتي اړیکي
پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې له فرهنگي او مذهبې لحاظه سره تړلي دي خو له سیاسي لحاظه تل یو د بل په مقابل کې قرار لري. د غه سیاسي تقابل د هغوی تر منځ په تجارتي اړیکو باندي منفې سیوری غوړولی دی. د افغانستان او پاکستان تجارتي اړیکې په تیرو وختونو کې د ساړه جنگ دسیاسي دلایلو له کبله چندان تودې نه وې، خو له حاکم رژیم څخه د پاکستان ملاتړ د دغو دواړو هېوادونو د دوستانه روابطو د برابرولو لپاره لار هواره کړه چې په اساس یې د دواړو هیوادونو تر منځ تجارتي بهیر هم تغیر وکړ، د دغو دوو هیوادونو تر منځ اوسني تجارت د ورته اړیکو پایله گڼل کېږي. هغه احصایه چې د ډیلي ټایمز په اخبارکې پاکستان کې نشر شوې ده، د دې ښودنه کوي چې په 2005 کال کې له پاکستان څخه افغانسنان ته صادریدونکو توکیو ارزښت 66 ملیونه امریکائی ډالرو او یا 71200 بلیونه پاکستانیو روپیو ته رسیده. چې پدې لړ کې له پاکستان څخه د وریجو د صادارتو ارزښت 2,412 بیلیون پاکستانیو روپوته رسیده چې د 2004 کال په پرتله د 645 میلینو زیاتوالي ښودنه کوي. په ورته توگه په 2005 کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته د وریجو د صادارتو کچه 5,421 بیلیون روپیو ته رسیدله چې د 2004 کال په پرتله 2,687 بیلیونه زیاتوالی پکې لیدل کېږي که چېرته له پاکستان څخه افغانستان ته د صادریدونکو توکیو لست ته ځیر شو، لیدل کيږې چې دا یو اوږد لست دی چې په 2006 کال کې یې مجموعي ارزښت 418.77 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیده. پاکستان ته د افغانستنان صادرات هم مخ په زیاتیدو دي. پاکستان ته د صادراتو رقم د افغانستان د صادراتو د جدول په سر کې ځای لري. په 2005 ام کال کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو مجموعه 264.6 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیدله چې تر تولو ستره برخه یې له لاندې صادراتي توکیو څخه تشکیلیدله: پنبه 1.21 زره ټنه چې مجموعې ارزښت یې 1.37 میلیونه امریکایې ډالرو ته رسېده، وړۍ او پوستکي 0.67 زره ټنه چې ارزښت یې 1.34 ملیون ډالروته رسیده، کولمې 5.45 زره حلقې چې ارزښت یې 0.19 میلونه ډالرو ته رسیده،شحمي حبوبات 0.38 زره ټنه چې ارزښت یې 0.32 ملیون ډالر، طبې بوټي 7.29 زره ټنه چې ارزښت یې 5.93 زره ډالرو ته، وچې او تازه میوي 95.56 زره ټنه چې ارزښت یې 85.66 ملیون ډالروته او بلاخره غالۍ او ټغرونه ول چې شمېر یې 1445.5 زره متر مربع او ارزښت یې 143.7 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیده. سمندري لارې ته د افغانستان نه لاس رسی او په وچه باندې د دغه هېواد چاپیره کیدل د افغانستان له سترو تجارتي ستونزو څخه شمېرل کېږي. سمندر ته افغانستان د رسیدلو تر ټوله اسانه او نژدې لاره له پاکستان څخه تېریږي او په ځانگړي توگه د کراچۍ له بندر څخه عبارت ده. سره لدې چې په 1958 ام کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو لړمهم ترانزیټي قرار دا دونه تر سره شوی او مرعې الاجرا دي، خو په عمل کې لا هم خورا زیاتې ستونزې شتون لري. د یادونې وړ ټکی دا دې چې د پاکستان دولت له همدغې ترانزیټي لارې څخه د افغانستان په ضد د اقتصادي او سیاسي فشار د وسیلې په توگه استفاده کوي، په داسې حال کې چې په راتلونکي کې دغه میتود زیات گټور نشی ثابتدیلای. ځکه لکه مخکې چې ورباندې بحث وشو افغانستان د منځنۍ او جنوبې اسیا تر منځ د تجارت د لارې په سر باندې واقع دی ، نو پاکستان هم د ورته سیاست د تعقیب کولو په صورت کې نشي کولاې خپل اموال د افغانستان له لارې څخه د منځنۍ اسیا هیوادونو ته صادر کړي. د دې تر څنگ د چابهار د بندر د تاسیساتو د رغونې هڅې د افغانستان لپاره د ترانزیټ او سمندر ته د لاس رسي یو غوره بدیل دی، نو د همدغه اجبار او واقعیت له کبله دغه هېواد، پاکستان اړ دی چې افغانستان ته دترانزیټي لارې په اوږدو کې کوم خنډ او ستونزه ایجاد نکړي. یوه بله موضوع چې د بحث وړ گڼل کېږي، دا ده چې د هغو اموالو یوه زیاته برخه چې د افغانستان لپاره یا د افغانستان په نامه واردیږي، په افغانستان کې نه مصرفیږي، بلکې پاکستان ته قاچاق کېږي. سره لدې چې افغانۍ تجار له ورته معاملې څخه سود مند کېږي، خو په نهایت کې دغه معامله د دواړو هېوادونو په گټه نده. څه چې غواړو اضافه کړو دا ده چې په افغانستان کې د نوي حکومت او نسبې سولې له ایجاد سره د نړیوالې ټولنې په مرسته د زیاتو تجارتي روابطو زمینه برابره شویده او افغاني سوداگر کولای شي نړیوالو بازارونو ته لاس رسی پیدا کړي.
له ایران سره سوداگریزې اړیکي
د ژورو کلتوري او فرهنگي اړیکو له کبله ایران د افغانسان د روابطو په برخه کې ځانگړی مقام لري. پدې برسیره چې ایران د افغانستان د تجارتي لوریو یو مهم هېواد دی، د طالبانو له سقوط او په افغانستان کې د نوي سیاسي نظام د کار له پیل وروسته له غربي گاونډیانو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا د یادونې وړ ده. په 2006 م کال کې له ایران څخه افغانستان ته دوارداتو مجموعه 188.68 میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیدله چې له چین، جاپان او پاکستان څخه ورسته د وراداتو څلورم ستر رقم دی. په 2006 کال کې د ایران له هېوا دڅخه افغانستان ته په عمومي توگه ماشین آلات او ترانسپورتي وسایط وارېدېدل چې ارزښت یې 6.8 ملیونه ډالرو ته رسیده، د نفتي موادو او روغنیاتو ارزښت یې 30.6 ملیون ډالرو، د فلزاتو او فلزي محصولاتو ارزښت یې 42.2 میلیونه ډالرو، د ټایر او ټیوب ارزښت یې 3.34 ملیونډالر، د ساختماني موادو ارزښت یې 4.1 ملیونډالرو، د ارتزاقې موادو ارزښت یې 7.97 ملیونډالرو، د منسوجاتو ارزښت یې 1.7 ملیون ډالرو، د درملو ارزښت یې 4.1 ملیونډالرو، البسه یې 1.26 ملیونډالرو، قرطاسیه یې 0.33 میلیون ډالرو او تلویزیون یې 7.4 میلیون ډالرو ته رسیدل. خو ایران ته د افغانستان د صادراتو کچه نژدې له نشت سره برابره ده . په 2006 میلادي کال کې له افغاسنتان څخه ایران ته د وړیو د صادراتو مقدار 0.32 زره ټنو ته چې مجموعې ارزښت یې 0.54 ملیون ډالره کیده، د پنبې صادارات چې مجموعې مقدرا یې 0.6 زره ټنه او ارزښت یې 0.06 ملیون ډالر،شحمي حبوبات چې مقدار یې 4.3 زره ټه او ارزښت یې 3.12 ملیون ډالر، طبې بوټي چې مقدار یې 0.45 زره ټه او ارزښت یې 0.28 ملیون ډالره، وچه میوه چې مقدار یې 0.11 زره ټنه او ارزښت یې 0.11 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیده، صادر شویدي. چې له افغاسنان څخه ایران ته د صادر شویو توکیو مجموعې ارزښت 5.44 میلیون ډالرو ته رسیده. پدې صورت کې که چیرته له ایران سره د افغانستان تجارتي بېلانس محاسبه کړو، نو په 2006 م کال کې یو بدمرغه کسر پکې لیدل کېږي.سره لدې چې زموږ د شرقې گاونډي په توگه ایران تل غواړي زموږ بازارونه په خپله ولکه کې وساتي چې د نوې نظام په لمړیو کې ایران ته له اړوند موخې سره په تړاو غوره فرصت برابر وو، خو وضعیت ورځ تر بلې تغیرکوي او فعلاً د افغانستان په مارکیټونو کې د ایراني توکیو اخستونکي مخ په کمیدو دي چې تر ټولو څرگند دلیل یې له نورو هیوادونو څخه د باکیفیته او ورته ارزانه موادو واردیدل او د ایراني تولیداتود کیفیت ښکته کیدل دي. د دې تر څنگ دوهم دلیل له افغانستان سره د ایران د ناسمې تجارتي پالیسي له اثراتو څخه عبارت دی.
د چین له هېواد سره د افغانستان تجارتي روابط
له چین سره د افغانستان تجارتي اړیکي نژدې دوه زره کاله سابقه لري. دوریښمو مشهوره لاره چې د چین دتجارتي مالونو کاروانونه به د افغانستان له لارې تیریدل، نن ورځ د چین هېواد د یوه نوي اقتصادي ځواک په څیر را څرگند شویدی. چینایې امتعې دنړې لري بازارونه هم تسخیر کړیدي. افغانستان هم د چینایې مالونه ښه مشتري یا اخستونکیی دی. د افغانستان د گاونډیانو له ډلې څخه چین هغه هېواد دی چې صادرات یې له افغانستان سره صعودي قوس لري او کال په کال ښه والی پکي را منځته کېږي. څنگه چې په 2005 م کال کې افغانستان ته د چین د صادراتو کچه 3.7 میلیونه ډالره وه، په 2006 ام کال کې له دغه هېواد څخه افغانستان ته صادراتو کچه نژدې 474.59 ډالر ته زیاته شویده چې د گاونډیانو په منځ کې دغه د صادراتو تر ټولو ستر رقم گڼل کېږي. په عمومي توگه د چین له هېواد څخه افغانستان ته صنعتي توکي، استهلاکي مواد او ساختماني مواد صادریږي. چین ته د افغانستان صادرات تر دریو قلمونو زیات ندي چې مجموعه یې په 2006 ام کال کې ایله 24 میلیونه افغانیو ته رسیدله چې پدې لړ کې د وړیو ونډه 0.08 میلیون ډالره، د پوستوکو ونډه 0.14 میلیون ډالري او د غالیو او ټغرونو ونډه 0.02 میلیون ډالرو ته رسیدله.
له تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان تجارتي اړیکي
تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان د افغانستان گاونډي هېوادونه دي چې نژدې 500 کیلو متره اوږده پوله ورسره لري. د شوروې اتحاد د حاکمیت په وخت کې چې دغه هېوادونه یې هم برخه گڼل کیده، سیاسي او تجارتي روابط د ماسکو له لوري تامین کیدل. کله چې شوروې اتحاد ړنگ شو، دغو هېوادونو د مستقل هېواد په څیر خپل هویت تر لاسه کړ. دغو هیوادونو د داخلي جنگ په کلونو کې تر ډیره ځایه د سیاسي نفوذ له ویرې زموږ له هېواد سره غړند تجارتی روابط پآلل، یوازنی هېواد ترکمنستان و چې له طالبانو سره یې سیاسي او تجارتي اړیکې پرانیستي وې چې پدې برخه کې هم ممکن له ترکمنستان څخه پاکستان ته د غازو د نل لیکي د غزولو هیلو رغنده رول درلود چې د مختلفو هیوادونو گټی پکی نغښتی وي.په افغانستان کې د موقت حکومت له استقرار څخه وروسته له پورته یادو شویو هېواددونو سره د افغانستان اړیکي مخ په ښه کیدو شوې چې له افغانستان سره یې د تجارتي معاملاتو او تبادلاتو مجموعه په لاندې ډول تخمین کړو: چې له اوزبکستان ، تاجکستان او ترکمنستان څخه د وارداتي اقلامو مجموعه په ترتیب سره په 2005 ام کال کې 204 ملیون 30 ملیون و 333 ملیون ډالره وه. معمولاً له دغو هېوادونو څخه ترانسپورتي وسایط، نفتي مواد او روغنیات، ساختماني مواد او وسایل، خوارکي توکي او داسي نور شیان وارېدېدل. افغانستان دغو هېوادونو ته وچې او تازه میوي، غالۍ او ټغرونه، پوستکي او طبې نباتات صادرول. نا ویلي دې نوي پاتې چې له یادو شویو هېوادونو څخه د بریښنا د انرژۍ واردول د دغو هېوادونو مهم صادراتي قلم تشکیلوي. نن ورځ د دې هڅه کېږي چې د تاجکستان برق په لمړي سر کې کابل او له هغه وروسته هغو ولایاتو ته وغزول شي چې د برق لین ور څخه تیریږي. له هغو ټولو اړیکو سره سره چې پورته ور څخه یادونه وشوه، له دغو هېوادونو سره د پراخو امکاناتو با وجود تجارتي اړیکو چندان پرمختگ ندی کړی چې علت یې یوازې په سیاسی مسایلو کې لټولای شو.
د هند له نیمي وچې سره د افغانستان سوداگریزې اړیکې
له هندوستان سره د افغانستان سوداگریزې اړیکې تل غښتلي پاتې شویدي او یوه اوږده سابقه لري. د وخت له تیریدلو سره د پام وړ پر مختگ پکې تر سترگو کېږي. د تیرو وختونو په متمادې کالونو کې هند د افغانسان په خارجې تجارت کې لمړی ځای درلود، د هند بازارونه د افغاني میوه جاتو او طبې بوټو د خرڅلاو لپاره تر ټولو مناسب بازارونه دي . هغه توپیر چې د گاونډیو هیوادونو په پرتله له هند سره په تجارتي اړیکو کې لیدل کېږي دا دې چې په افغانسان کې د حکومتونو او نظامونو څرنگوالي پدې ډول اړیکو باندې چندان اثر ندی شیندلای او دغه اړیکې په ورته توگه ثابتې پاتې شویدی. البته د طالبانو د رژیم په وخت کې دغه اړیکې نسبتاً غړندې وې چې هغه هم د هند او پاکستان تر منځ له سیاستي ترینگلیتا څخه منځته راغلي وې. د هند او افغانستان تر منځ د تجارتي اړیکو د پراختیا په لاره کې تر ټولو ستر خنډ له ترانزیټي ستونزو څخه عبارت دی. لکه مخکې چې هم ورنه یادونه وشوه، د پاکستان او هند تر منځ ترینگلي سیاسي روابط د دې لامل گرزي چې له هند څخه افغانستان ته او یا له افغانستان څخه هند ته د اموالو د لیږد را لیږد پروسه ټکنۍ کړي. پدې صورت کې دغه دواړه هیوادونه یا خو له هوایې لارې خپل تجارت ته دوام ورکوي او یا د ایران د بندر عباس له لارې څخه استفاده کوي چې د فاصلې د لري والي او ترانسپورتي لگښت د زیاتوالي له امله د شیانو په قیمت باندي منفې تاثیر غورزوي. په 2006 ام کال کې له هند څخه افغانستان ته دوارد شویو توکیو ارزښت نژدې 124.7 میلیونه امریکایې ډالرو ته رسیده او په ورته توگه له افغانستان څخه هند ته د واردیدونکو توکیو مجموعې ارزښت 79.36 ملیون ډالرو ته رسیده چې د نورو گاونډیو هېوادونو په پرتله د تجارت د غوره بېلانس څرگندونه کوي.
له روسیې سره دافغانستان سوداگریزې اړیکي
د افغانستان او روسيې تجارتي اړیکي تاریخي سابقه لري. دغه اړیکي د طالبانو له حکومت څخه پرته په بل هر نظام کې مناسبې پاتي شویدی. د دغو اړیکو د ښه والي په برخه کې بېلابېل عوامل رول لري چې دترانزیټي ستونزو نه شتون، سیاسي اړیکي، د بیلابیلو قرضونو ورکول او په ځانگړې توگه بارتري تجارتي اړیکي چې له دواړو لوریو د صادراتو تضمین کوي، د یادولو وړ دي. څنگه چې په شوروي اتحاد کې د مرکزي اقتصاد سیستم حاکم وو، نو همدغه لامل وو چې ټول تجارتي روابط د حکومت له لوري تامین کیدل، همدغه لامل و چې هغه وخت کې له روسیې سره سوداگریزې اړیکي د دولت له لوري تر سره کیدلې، خو نن ورځ دغه تجارت د هغه هېواد له خصوصي شرکتونو سره تر سره کېږي. هغه مهم صادراتي اقلام چې افغانستان یې روسیې ته استوي، له وچې میوې، زیتون، غالیو، پوستکو او داسې نورو څخه عبارت دی. له روسیې څخه زموږ د هېواد واردات په عمومي توگه له نفتي موادو، اهن چادر، سیخ گول، غوړیو، بورې، صابن، برقې سامان آلاتو او داسې نورو څخه عبارت دي. په 2005 کال کې د افغانستان له لوري روسیې ته د صادریدونکو اجناسو مجموعي ارزښت 13 میلون ډالر وه چې په همدې کال کې له روسیې څخه د افغانستان د وارداتو ارزښت 227 میلیون ډالر ته رسیده. د مرکزي آسیا او جنوبي اسیا تر منځ د ترانزیټي لویې لارې په توگه د افغانستان اهمیت: افغانستان نن ورځ غواړي یو ځل بیا د خپل جغرافیایې موقیعت له نظره د اسیا د محور د ارتباطي پله په څیر هغه ډول رول تر سره کړي، لکه په پخوانیو وختونو کې چې د وریښمو مشهور معبر یا لارې در لوده. افغانساتان د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د شیانو د لیږد را لیږد تر ټولو غوره لاره گڼل کېږي. منځنۍ آسیا چې نژدې څلور میلیونه کیلومتر مربع خاوره احاطه کوي، د نفتو، گازو، اوسپني، مسو، سرو زرو، سربو، یورانیمو، المونیم، قیمتي تیږو، او داسې نورو په څیر له طبعې منابعو څخه تر لاسه کیدونکي پراخ صادراتي اقلام لري او همدا شان د شیانو د بازار له لحاظه پراخ اهمیت لري. همدغه لامل دی چې بېلابېل هېوادونه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاس رسي او ننوتلو هڅي کوي. افغانستان له سوداگریز پلوه د خپل ستراتیژيک موقعیت له کبله چې لري یې، د یوه مناسب مدیریت په ترڅ کې کولای شي د لیوالو هیوادونو له اقتصادي او تجارتي غرایزو څخه غوره استفاده وکړي او په پایله کې د سیمې له هیوادونو سره تجارتي، کلتوري او د پانگې اچونې روابط منځته راوړي. افغانستان هڅه کړیده تر څو پدې برخه کې امکانات او اسانتیاوې برابري کړي. د حلقوي سرکونو اعمار چې گاونډي هیوادونه یو له بل سره نښلوي، خورا اهمیت لري. له ازبکستان څخه د تورخم تر سرحد پورې د اوسپنې دپټلۍ غزولو، له ایران څخه تر هر ات پورې د ورته پټلۍ غزولو او له پاکستان څخه تر چمن یا سپین بولدک پورې د اورگاډي د پټلۍ غزولو په څیر عملي اقدامات د ورته مدعا څرگندي بیلگې دي. افغانستان د هغه د جغرافیایې موقیعت له لحاضه منځنۍ اسیا ته ننوتلو تر ټولو اسانه او مهم معبر دی او کولای شي له منځنۍ اسیا څخه جنوبې اسیا ته د تجارتي پوتانسیل په لیږدولو کې مهم اوبارز رول تر سره کړي.

“The key to trading success is emotional discipline. If intelligence were the key, there would be a lot more people maki...
18/06/2017

“The key to trading success is emotional discipline. If intelligence were the key, there would be a lot more people making money trading… I know this will sound like a cliche, but the single most important reason that people lose money in the financial markets is that they don’t cut their losses short.” – Victor Sperandeo

www.hamiltransitcargo.com
[email protected]

Address

Usef Pasha Molla Gurani Mahmurat Pasha Sok No 2 Office No 313 Fatih Istanbul
Istanbul
3400

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hamil Transit Cargo posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Hamil Transit Cargo:

Share