19/08/2024
نثري لیکنه !
هر دویم ځوان مأیوسه دئ.
هره کورنۍ د نفقې پر پیداوار حیرانه ده.
ژوند په ژوندوني د مرګ نارې وهي.
اقتصادي حالت پر جنازه پروت دئ .
خصوصي سکتور د خپل څرخ پر هغه غټه ګرارۍ د Off بټن کښېکښلې ده.
کاري فرصتونه محدود دي.
د زړه د درد او ستونزي د بیان حق تلف دئ .
علم او زده کړه پر عام محضر بې ګټي د پښېمانۍ په بیه د لیلام پر تخت په کوما کي پراته دي.
تحقیر او توهین مکلفیت ګرځېدلی دی .
خو موږ لا بیا هم د شمعي د رڼا څخه د لمر انرژي اخلو او د ژوند له تنګو جیبونو څخه د امیدونو ټوټې را کاږو او د سبا ورځي د ښې سا اخیستني لپاره د خوشحالۍ اکسیجن په اخلو .
زموږ څخه ژوند لکه د ریاضي (X) د مجهولیت بڼه اخیستې ده.
دومره ئې بې توازنه کړي یو چي د معادلې په دواړو اړخونو کي مو هیڅ قیمت په برابرولو نسي توانېدلای .
زموږ څخه د خپل ژوند د خوښیو د (X) قیمت داسي ورک دئ، چي ساینسدان یې په حل نه توانیږي .
نیکولا ټسلا لیکنه کړي ده!