24/03/2026
د اطلاعات او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۲.۳ میلیونه کورني او بهرني سیلانیان د افغانستان له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده. دا شمېر ښيي چې د خلکو علاقه د کورني سیاحت او د هېواد د طبیعي ښکلاوو د لیدلو لپاره په څرګند ډول زیاته شوې ده.
د تېرو کلونو په پرتله دا یو د پام وړ زیاتوالی دی او څرګندوي چې د سیاحت سکتور ته پاملرنه او د افغانستان د سیاحتي ظرفیتونو پېژندنه ورځ تر بلې پراخېږي. د بېلابېلو ولایتونو ته د سیلانیانو تګ راتګ نه یوازې د هېواد ښکلاوې ښه معرفي کوي، بلکې د ځایي اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.