12/11/2013
د لمانځه پښتو ژباړه په دې هیله چې وې لولۍ او ښه ډیره ډیره یې لایک او شییر کړئ چې ډیرو خلکو ته ورسیږي.
بسم الله الرحمن الر حیم:
شروع کوم په نوم دالله چې ډیر زیات بښونکی او مهربان دی
سبحانک اللهم
پاکي ده تا لره ای خدایه!
و بحمدک
او ټول ثنا صفت ستالپاره دی،
و تبارک اسمک
مبارک دی ستانوم
و تعالی جدک
او لوړ دی ستا شان
ولا اله غیرکْ
او نشته د عبادت لایق مګر یواځې ته (ای خدایه!).
اعوذ با لله من الشیطن الرجیمْ
پنا غواړم په الله ج له شره د شیطن رټل شوي
بسم الله الرحمن الرحیمْ
شروع کوم د خدای په نامه چې ډیر بښونکی او پوره مهربان دی.
الحمد لله رب العمینْ
ټولې ثنا او ستاینې یواځې دعالمیانو د پالونکي (خدای) لپاره دي
الرحمن الرحیم
هغه (خدای) چې ډیر بښونکی ډیر مهربانه دی
مالک یوم الدینْ
هغه (خدای) چې د جز أ (قیامت) د ورځې مالک دی
ایاک نعبدُ و ایاک نستعینْ
(ای خدایه!) خاص تا لره عبادت کوم، او ستا څخه مرسته غواړم (نه د زیارت نه ، نه د ملا د تعویذ نه او نه هم له بت نه)
اهدنا الصراط المستقیمْ
(ای خدایه!) ما ته مستقیمه لار وښایه (ما ته د نیکې لارې هدایت وکړه).
صراط الذین انعمت علیهم
لاره د هغو (کسانو را وښایه) چې په هغوی باندی تاسو انعام کړی دی (لکه پیغمبران).
غیر المغضوب علیهم والضالینْ
نه لاره د هغو کسانو چې په هغوی باندی غضب شوی او( نه لاره د) هغو کسانو چې ګمراه شوي دي.
آمین (ای پاکه خدایه! ته مې دعا قبوله کړې).
قل هوالله احد
(ای نبي!) ووایه چه هغه الله(ج) یو دی.
الله الصمد
الله بی نیازه دی
لم یلد و لم یولد
نه ترې څوک پیدا دی او نه د چا نه پیدا دی
ولم یکن له کفوااحد
او نه د هغه څوک برابر(سیال) شته
سبحان ربی العظیم
پاکي ده زما لوی پروردګار لره
سَمِعَاللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ
الله(ج) دهغه چا واوریدل چا چې دهغه تعریف وکړو
ربنا لک الحمد
ای پروردګاره ټول تعریفونه تا لره دي
سبحان ربی الاعلی
پاکي ده زما عالیشان پروردګار لره
التحیات لله والصلوات والطیبات
ټول ژبني ،بدني، او مالي عبادتونه د الله(ج) لپاره دي
السلام علیک ایها النبی
سلام د وي په تا باندې ای نبي!
ورحمه الله و برکاته
او د الله(ج) رحمتونه او دهغه برکتونه (دې هم پر تا وي)
السلام علینا
سلامتیا دې وي په مونږ باندې
وعلی عبادالله الصلحین
او دالله(ج) په نیکو بندګانو باندې
اشهدان لااله الا الله
زه شاهدي ور کوم چې د الله(ج) نه بغیر هیڅوک د عبادت وړ نشته
واشهدان محمداعبده ورسوله
اوزه شاهدي ور کوم چې حضرت محمد(ص) د هغه بنده اورسول دی
اللهم صل علی محمد
ای الله(ج) رحمت ولیږه په حضرت محمد (ص)
وعلی ال محمد
او په ال (اهل او عیال) د حضرت محمد(ص)
کما صلیت
لکه څنګه چې تا رحمت نازل کړی ؤ
علی ابراهیم
په حضرت ابراهیم علیه السلام باندې
و علی ابراهیم
او په ال (اهل او اولاد) د حضرت ابراهیم علیه السلام باندې
انک حمید مجید
بیشکه ته ستایلی شوی لوی یې
اللهم بارک
ای الله(ج) برکت را ولیږه
علی محمد
په حضرت محمد (ص) باندې
وعلی ال محمد
اوپه ال د حضرت محمد(ص) باندې
کمابارکت
لکه څنګه چې تا برکت کړی ؤ
علی ابراهیم
په حضرت ابراهیم علیه السلام باندې
وعلی ال ابراهیم
او په آل دحضرت ابراهیم علیه السلام باندی
انک حمید مجید
بیشکه ته ستا یلی شوی لوی یې
اللَّهُمَّ رَبَّنَا
اى الله زمونږه ربه
آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً
راکړې مونږ ته په دنيا کې نېکي
وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً
او په اخرت کې نېکي
وَقِنَا عَذَابَالنَّارِ
او وساتې مونږ د عذاب د اور نه.